د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې د بشري حقونو جایزه ملالې ته ورکړه


د بشري حقونو د جایزې تر لاسه کولو نه وروسته ملاله یوسفزۍ د وینا په حال کې
د بشري حقونو د جایزې تر لاسه کولو نه وروسته ملاله یوسفزۍ د وینا په حال کې
اروپايي ټولنې د بشري حقوقو لپاره د سږ کال جاېزه ېوې پاکستانۍ پېغلې ملالې ېوسفزۍ ته ورکړله. ملاله پروسږکال دخېبر پښتونخوا د سوات په درې کی د طالبانو په ېوې حملې کې په سر ولگېده او سخته ژوبله شوه.

هغې په سوات کې د ښځو دتعلېم او رزونې لپاره کارکاوه د آروپاېې ټولنې دپارلمان غړیو د فکر او بېان دازداۍ ترنامه لاندې د سخاروف جاېزې وړونکې ،نن د پنجشنبی په ورځ په بروکسېل کی اعلان کړله. دغه جاېزه ٦٥٠٠٠ زره ډالر ارزښت لري.

کله چې په سوات کې دطالبانو قبضه وه نو جونې او ښځې ېې نه پرېښودلې چې ښوونځېو ته ولاړې شي او تعلېم وکړي. په همدغه وخت کې ملالې په ېوه مستعار نوم د لېکنو په وسېله مبارزه پېل کړله او دښځو غږ ېې پورته کړ.

خو کله چې پروسږکال په سوات کی د ښوونځي نه خپل کورته په موټر کې روانه وه، طالبانو پرې ډزې وکړلې او ېوه مرمۍ ېې په سر کې بنده شوله. نوموړې د جراحۍ لپاره برېتانېې ته راوړل شوله او څو ځلې ېې دلندن په ېوه روغتون کی د جراحۍ عملېات وکړل. نوموړې اوس روغه رمټه ده.
ملاله چې په برېتانېې کی اوسېږي، سږکال ېې د ملگرو ملتونو ېوې غونډې ته وېنا وکړله او په روانې هفتې کی ېې دخپلو خاطر او ېاداشتونو کتاب چاپ کړ.

دملالې ېوسفزۍ نه علاوه د سخاروف د فکر او بېان د ازادۍ جاېزه تراوسه پورې دجنوبی افرېقا پخواني مشر نېلسن منډېلا، دملگرو ملتونو خواني منشي کوفي عنان او په برما کی د دېموکراسۍ د غورځنگ مشرې آنگ سانسوچي ته ورکړل شوې د وه.
XS
SM
MD
LG