د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتو موسيقۍ پیاوړی هنرمند سردار علي ټکر


سردار علي ټکر په ١٩٥٦ کال د مردان د ټکر په کلي کې په ېوې سیاسي کورنۍ کې زیږیدلی او ستر شوی. د هغه په وینا سیاست او موسېقي د یو بل نه ډیر لري دي. خو ښاغلی ټکر ددې خبرې سره موافق دی چې واېي هنر یو ذاتي استعداد دی.

هغه د کوچنیوالي نه د موسېقي د الاتو غږول پخپله زده کړي. کله چې ښاغلي ټکر د پیښور د انجنیري او تکنالوژي په پوهنتون کې زده کړې کولې هغه ته په اباسین ایدکونسل کې د موسیقي په برخې کې د مسلکي زده کړو فرصت برابر شو.

په هغه وخت کې سردار علي ټکر هیڅ کله د چا په مخ کې سندرې نه ویلې او یواځې به یې تر هغه وخته له ځانه سره زمزمه کولې کله چې یې د پوهنتون په لیلېې کې د یو زده کونکې د کوټې په دروازې دغه شعر ولوستو.


چې د تقوا زر سجدې شي جمع
د عشق یو ساعت ترې جوړ شي
چې په ناز غني ته خاندې
او دلبر دلبر کوې

دا د پښتو د ادب د مالیار، د مبارزې د ډگر د اتل او د پښتو د علم او ادب د فیلسوف او د ژوند د ښکلا پیژندونکي غني خان شعر وو چې د ښاغلی ټکر په هنري ژوند باندې ژوره اغیزه وکړه.
له هغه وروسته ښاغلي ټکر په غني خان پسې لټون پیل کړ.

په هغه مهال په پاکستان کې د غني خان په کتابونو د حکومت له خوا بندیز لگول شوی وو. خو د ډیرو هلو ځلو وروسته ېې د پیښور په کتابتون کې د غني خان د پلوشې نومې د کلام مجموعه ولیده. خو د کتابتون نه د دې کتاب د وړو اجازه نه وه.


د غني خان په کلام کې تصوف، ژور او ځانگړې احساس د دې لامل شو چې سردار علي ټکر د هغه شعرونه په خپلو سندرو کې ووایي.

«دی د حسن په لار خدای ته ځي.»
حسن خو بس حسن چې هم خدای او هم جانان دی
دې فاني مکان کې بل مشال د لا مکان دی

د پښتو موسيقۍ پیاوړی هنرمند سردار علي ټکر
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00
ښاغلی ټکر هغه احساس چې کله غني خان په لومړي ځل خپل کلام د سردار علي ټکر په غږ واوریدو داسې بیان کړ.

«هغه وخت چې غني خان په لمړي ځل خپل کلام زما نه واوریدو، د هغه، هغه جنوني کیفیت زه په لفظونو کې نشم بیانولی.»

د سردار علي ټکر په وینا د پاکستان په راډیو او ټلویزیون کې چا اجازه نه درلوده چې د غني خان شعرونه په سندرو کې ثبت کړي.

د ښاغلي ټکر په اند یوه ښه سندره درې برخې لري. د شاعر کلام، د سندرې کمپوز او د هغه شعر ادا کول. که چېرې په دې کې یوه برخه هم کمزوې وي نو سندره نیمگړې ده.
له تیرو دوو کلونو راهیسې ښاغلی ټکر په امریکا کې اوسیږي او د امریکا غږ ډیوې راډیو سره کار کوي.

د هنر په برخې کې د هغه د وروستیو فعالیتونو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وایي:

د ماشومانو محلي او کلیوالې سندره ټولوي، کمپوز کوي یې او ډیر ژر به یې دا پروژه د امریکا غږ له څپو خپره شي.

د سردار علي ټکر د واده ثمره درې ماشومان یو زوې او دوه لوڼي دي. د هغه زوې چې په امریکا کې د طب د پوهنځي محصل دی د موسېقې سره مینه او د پلار په شان استعداد لري خو خپل علمي زده کړو ته لومړیتوب ورکوي
XS
SM
MD
LG