د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس یو غړي د بلوچستان د خپلواکۍ غږ کړی


James Sesenbrenner
James Sesenbrenner
د امریکا د کانگرس غړي جېمز سیسنبرینر په اروپايي پارلمان غږ کړی چې په پاکستان کې دې د بلوچستان د خلکو د خپلواکۍ ملاتړ وکړي او بلوڅان دې د پاکستان له زور زیاتي څخه خلاص کړي.

ښاغلي سیسنبرینر چې د امریکا په کانگرس کې د عدلي چارو د کمېټې غړی هم دی، په خپل لیکل شوي پیغام کې یې له اروپايي پارلمان څخه غوښتي چې دی د بلوڅانو د خپلواکۍ ملاتړ کوي او دا د بلوچستان د خلکو حق دی چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.

د بلوچستان د ستونزو په هکله د سه شنبې په ورځ په اروپايي پارلمان کې استعمایه غونډه وشوه چې د بلوڅو ملتپالو په گډون له نورو هیوادونو څخه د بلوچستان د خپلواکۍ ورغلو ملاتړو ویناوې وکړې. ښاغلي سیسنبرینر په پاکستان هم غږ وکړ چې نور د بلوڅانو خلاف له زور زیاتي څخه لاس واخلي.

د اروپايي پارلمان استعمایه غونډې ته د پولنډ د پارلمان غړي ریزاد زارنیکي، د کاناډا د پارلمان غړي رس هیبارټ، په اروپايي پارلمان او یو، این، ایچ، سي، ار کې د بلوچستان استازي مهران مري، او په کاناډا کې میشت د بلوڅانو د حقوقو مبازر طارق فتح ویناوې وکړې.

ښاغلي سیسنبرینر په خپل پیغام کې لیکلي چې په بلوچستان کې د پاکستاني د پوځ له خوا د بلوڅ ځوانانو او ډاکټرانو وژنې او شکنجه کېدل خلک له سختو کړاوونو سره مخ کړي دي.

تېر کال د امریکا په کانگرس کې هم په ورته استعمایه غونډې کې د کانگرس یو شمیر غړو چې مشري یې د کانگرس غړي دانا روهراباکر کوله د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړ او له پاکستان یې غوښتنه وکړه چې بلوڅانو ته دې اجازه ورکړي چې له پاکستان سره د یوځای اوسېدلو یا نه اوسېدلو پرېکړه وکړي.

د امریکا د کانگرس غونډې د پاکستان د حکومت غبرگون را پارولی وو، او د هغه وخت حکومت یې کلکه غندنه کړې وه. د اروپايي پارلمان د اوسنۍ غونډې په هکله لا تر اوسه د پاکستان حکومت خپل غبرگون نه دی څرگند کړی

بلوڅ ملپتالو له څو کلونو راهیسې له پاکستان څخه د بیلتون لپاره په وسله واله مبارزه لاس پوري کړی، پاکستان یې د مخنیوي لپاره په سیمه کې خپل وسله وال پوځ ځای په ځای کړی دی.
XS
SM
MD
LG