د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش د جماعت اسلامي مشر په دار وځړاوه


د استخباراتو یوه چارواکي اې پي خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې عبدالقادر ملا نن د پنجشنبې په ورځ د بنګله دیش د پایتخت ډهاکې په یوه زندان کې په دار شو. څو تلویزونکي چینلونو هم د هغه د اعدام خبر خپور کړ.

د بنگله دېش سترې محکمې د جماعت اسلامي د گوند د د دغه مهم مشر عبدالقادر ملا هغه درخواست رد کړ، چې نوموړي د اعدام په حکم باندې له سره د غور لپاره محکمې ته وړاندې کړې و.

په عبدالقادر ملا باندې دا تور و چې په ١٣٥٠ هجري شمي کال کی ېې د پاکستان نه دبنگله دېش د ازادۍ د جنگ په زمانه کې جنگي جناېتونه کړي و.

د جنگي جنایتونو د مجرمانو د محاکمې لپاره د بنگله دېش د اختصاصي محکمې څارنوال سېف الرحمان په دې اړه امرېکا غږ ته ووېل:

"د تورن شوي کس مدافع وکیلانو سترې محکمې ته د اساسي قانون د ١٠٥ مادې له مخې د هغه د اعدام پر سزا باندې د نظر ثاني درخواست وړاندې کړې و چې د غور کولو نه وروسته ېې رد کړ او د مقرراتو سره سم به دعبدالقادر ملا پر اعدامولو باندی عمل کېږي."

وروسته دهغې چې د مېرمن شېخ حسېنې حکومت د جنگي جناېتونو د مجرمانو اختصاصي محکمه وړم کال جوړه کړله، عبدالقادر ملا لومړنی سړی و چې اعدام شو. دبنگله دېش څو تلوېزوني شبکو هم داعدام رپوټه خپاره کړیدي.

ټاکل شوې وه چې عبدالقادر ملا پرون د چهارشنبی په ورځ اعدام شوې واې، خو سترې محکمې د نظر ثاني پورې اعدامول و ځنډول.

په نیویارک کې د بشري حقوقو موسسې Human Rights Watch د پنجشنبې په ورځ په ېوې بېانېې کې ووېل که د ټولو قانوني شراېطو د پوره کولو نه مخکې عبدالقادر ملا اعدام شو، نو معنی به ېې دا وي چې د بنگله دېش حکومت د سېاسي قیدیانو په اړه د نړېوالو قوانېنو نه ښکاره سرغړونه کوي.

دبنگله دېش صدراعظمه شېخ حسېنه چې د عوامی گوند مشري ېې هم په غاړه ده واېې چې د بنگله دېش د ازادۍ په جنگ کی درې مېلونه خلک ووژل شول، خو مستقلې او ازادې سرچېنی بېا واېې چې د درې سوو زرو او پنځه سوو زرو په شاوخوا کی خلک په دغه جنگ کې وژل شوي دي.

د بنگله دیش جماعت اسلامي گوند د بنگله دېش د ازادۍ او د پاکستان د ماتېدو مخالفت کړی وو او د ځینو سرچېنو د رپوټونو په اساس نوموړي گوند د بنگله دېشي بیلتون غوښتونکو او د ملکي خلکو په وژلو کې د پاکستان له پوځ سره مرسته کړې وه.

د بنگله دېش د جماعت اسلامي گوند د پنجشنبې په ورځ د محکمې د پرېکړې نه وروسته ېوه مطبوعاتي بېانېه خپره کړې او د عبدالقادر ملا د اعدامېدلو په صورت کې ېې حکومت ته د ډېرو ناوړو عواقبو خبرداری ورکړ. د بنگله دېش دازادۍ د جنگ پر وخت د خونړېو جگړو په دوران کی جماعت اسلامي د پاکستان د پوځ ملاتړ کاوه.
XS
SM
MD
LG