د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ او نورستان تر منځ لاره بیرته پرانیستل شوه


د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وایي چې د پنځو ورځو پر له پسې عملیاتو په پایلې کې تیره شپه د کنړ او نورستان ولایتونو تر منځ لاره بیرته پرانیستل شوه.

د کنړ والي شجاع الملک جلاله امریکا غږ ته ویلي دي چې د لارې تر پرانیستل کیدو وروسته به سیمې ته ملي پولیس واستول شي چې د لارې امنیت وساتي. پدغو عملیاتو کې د مرګ ژوبلې په اړه د کنړ والي د امریکا غږ د همکار اکرام شینواري سره په مرکې کې وویل: " پدې عملیاتو کې یوازې د ملي اردو پنځه عسکر سر سري ټپي شویدي، خو مخالفینو ته به حتماً تلفات اوښتي وي. "

ښاغلي جلاله همدرانګه ویلي دي چې د سړک د رغونې چارې به هم ژر پیل شي تر څو د دواړو ولایتونو خلک ترینه ګټه واخلي.

ځایي چارواکي وایي چې شاوخوا ته کاله کیدل چې د نورستان او کنړ ولایتونو تر منځ دغه لار بنده وه. خو اوس د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجې کې بیرته پرانیستل شوه.
ښاغلي جلاله وویل چې په کابل کې کې د اړوندو چارواکو سره خبرې کړیدي چې د سړک د بیارغونې لپاره ورسره لازمې مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG