د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د حکومت د اداري فساد رسوایي


په ترکیې کې د اداري فساد رسوایي د هغه هیواد حکومت داسې ولړزاوه چې صدراعظم رجب طیب اردوغان مجبور شو چې خپله کابینه بدله کړي.

خو په داسې حال کې چې اندیښنې په پراخیدو دي، دا امکان هم شته چې ددې کار اثرات له ترکیې څخه بهر هم پراخ شي.

د پیسو په غیر مشروع او غیر قانوني لیږدونه او په ساختماني پروژو کې په غلاوو کې همدا اوس د کابینې مهم غړي او د هغوی ځامن ښکیل دي چې دې کار د هیواد صدراعظم رجب طیب اردوغان په کابینې کې بدلونونو ته مجبور کړی دی.

دغو پیښو د ترکیې خلک پریشانه کړي او یو شمیر یې د اعتراضونو په مقصد لارو کوڅو ته راوتلي، له پولیسو سره یې نښتې کړي او پر حکومت او صدراعظم یې غږ کړی چې له کاره ګوښه شي.

ترکي ورځپاڼې د اداري فساد په سرلیکونو ډکې دي او یو شمیر یې وایي چې په انقره کې د امریکا د سفارت دیپلوماتان په فعاله توګه د اوسني حکومت پر ضد کمپاین کوي.

د امریکا متحده ایالتونو دغه ډول تورونه بې بنسټه او پریشانه کوونکي بللي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکي تیره اونۍ ویلي و: « مونږ ددې دوسیو په اړه کومه ځانګړې تبصره نه لرو. مونږ دا بیا ووایو چې له ترکیې څخه تمه لرو چې په خپل قضایي سیستم کې د شفافیت او انصاف لوړ معیارونه مراعت کړي.»

او په داسې حال کې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو، لا هم پر خپل مقام پاتې دی، کیدای شي د اداري فساد دغه رسوایي په منځني ختیځ کې د هغې پر رول باندې هم اثر وکړي چیرته چې دغه هیواد هڅه کوي په عراق او سوریه کې د مهمو کارونو په سر ته رسولو سره خپل نړیوال موقف لوړ کړي.

د ترکیې په اداري فساد کې د ایران د ښکیتیا په اړوند تورونو حالات نور هم پیچلي دي چې وایي ایراني سوداګرو ترکي چارواکو ته رشوت ورکړی چې د نړیوالو بندیزونو څخه د تیښتې په خاطر له ترکي بانکونو څخه استفاده وکړي.

اوس د ترکیې قارجن ولس په داسې حال کې ددې پیښو ځواب غواړي چې دوی او نړۍ نورو ورته پیښو ته سترګې په لار دي.
XS
SM
MD
LG