د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما: ۲۰۱۴ باید د عمل کال وي


ولسمشر اوباما په خپلې کلنۍ وینا کې تر ډیره حده د امریکا په اقتصادي مسائلو خبرې وکړي.
ولسمشر اوباما په خپلې کلنۍ وینا کې تر ډیره حده د امریکا په اقتصادي مسائلو خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د امریکا د کانګرس د غړو نه وغوښتل چې د ۲۰۱۴ کال دې «د عمل کال» وګرځوي.

ولسمشر باراک اوباما چې د کانګرس ګډې غونډې ته یې خپله کلنۍ وینا اوروله وویل چې ۲۰۱۴ کال کیدای شي د امریکا لپاره «د پرمختګ کال» وي. د امریکا د ولسمشر کلنۍ وینا په میلیونونو امریکایان د تلویزون له طریقه هم ګوري.

لکه څنګه چې تمه یې کیدله، د امریکا ولسمشر په خپلې کلنۍ وینا کې تر ډیره حده د امریکا د اقتصاد په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان په اړه، ښاغلي اوباما وویل چې د روان عیسوي کال په پای کې به په دغه هیواد کې د امریکا او ناټو ماموریت ختم شي. خو هغه دا خبره هم وکړه چې که چیري د افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک شي نو په دغه هیواد کې به یو شمیر امریکايي عسکر پاته شي.

ښاغلي اوباما د تروریزم په اړه هم خبرې وکړي. هغه کانګرس ته خبرداری ورکړ چې که چیري د ایران په خلاف د نورو بندیزونو لایحه تصویب کړي نو دی به یې ویټو کړي. خو ښاغلي اوباما دا خبره هم وکړه چې که ایران د موافقې په پلي کولو کې پاته راشي نو په دغه هیواد باندې به د نورو بندیزونو په لګولو غور وکړي.

ولسمشر اوباما د سوریې د وضعیت او د منځني ختیځ د سولې په اړه هم خبرې وکړي او د امریکا د ديپلوماسۍ ستاینه یې وکړه.

ولسمشر اوباما یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار کړه چې غواړي د ګوانتنامو زندان وتړي.

د افغانستان د ماموریت پای

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما وویل چې د روان عیسوي کال په پای کې به په افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموریت پای ته ورسیږي.

ولسمشر اوباما وویل: «کله چې زه ولسمشر شوم نو په عراق او افغانستان کې ۱۸۰۰۰۰ امریکايي عسکرو خدمت ترسره کوی. نن، زموږ ټول ځواکونه د عراق نه راوتلي دي. د افغانستان نه تر ۶۰۰۰۰ نه ډیر ځواکونه بیرته امریکا ته راستانه شوي دي.

«اوس افغان ځواکونه، د خپل امنیت د ساتلو مشري کوي، زموږ ځواکونه اوس د مرسته کوونکو نقش لري. د خپلو ملګرو هیوادونو سره یو ځای، موږ به هلته د روان [عیسوي] کال په پای کې خپل ماموریت پای ته ورسوو او [په دغه کار سره به] د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیږي.»

ولسمشر اوباما وویل چې که د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي نو امریکا او د ناټو غړي هیوادونه به په افغانستان کې یو محدود شمیر عسکر پریږدي.

ښاغلي اوباما وویل: « موږ به، د ۲۰۱۴ کال نه ورسته، د یو موټي افغانستان ملاتړ وکړو چې د خپل راتلونکي مسولیت به پخپله په غاړه اخلي. که چیري د افغانستان حکومت امنیتي تړون لاسلیک کړي، چې موږ یې په اړه مذاکرات کړي دي، نو یو لږ شمیر امریکايي عسکر به د ناټو د ملګرو هیوادونو سره یو ځای په افغانستان کې پاته شي.

«[پاته عسکر به] دوه محدود ماموریتونه ولري: د افغان ځواکونو روزنه او ورسره مرسته، او القاعدې د پاتو کسانو د په نښه کولو لپاره د تروریزم خلاف عملیات. په دغه سره به زموږ مناسبات د افغانستان سره بدلون ومومي، خو یو شی به بدلون و نه مومي: زموږ عزم چې تروریستان به پرینږدو چې زموږ د هیواد په خلاف بریدونه وکړي.»

د امریکا دننه موضوعات

ښاغلي اوباما په خپلې وینا کې وویل چې په اقتصادي لحاظ د امریکا وضعیت ښه شوی دی.

ولسمشر اوباما وویل: « د یوې لسیزې په جریان کې د لومړي ځل لپاره، د نړۍ د بیلابیلو سیمو مخکښه تجاران دا خبره کوي چې نور نو په نړۍ کې چین د پانګه اچونې لپاره د لست په سر کې نه راځي، بلکه امریکا لومړی ځای لري.»

د امریکا ولسمشر په وړاندیزونو کې د حداقل حق الزحمې ډیرول، د تعلیمي فرصتونو برابرولو او د مهاجرت په سیستم کې د اصلاحاتو راوستل شامل وو. هغه د خپل صحي پروګرام نه هم دفاع وکړه.

ولسمشر اوباما وویل چې تر هغو چې امکان یې وي د کانګرس سره به ګډ کار وکړي، خو هغه دا هم وویل چې که چیري ضرورت یې پيښ شي نو په یوازې سر به ځینې اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر د بودیجې په د کانګرس د غړو د تیرې میاشتې موافقه وستایله. خو هغه دا هم زیاته کړه چې کانګرس دې د امریکا حکومت پریږدي، چې «په آزادانه توګه د نوو کارونو پیدا کولو ته توجه وکړي،» نه دا چې حکومت ته «نور بحرانونه خلق کړي.»

ښاغلي اوباما د کانګرس په غړو غږ وکړ چې په راتلونکو څو میاشتو کې ورسره کار وکړي او په دې غور وکړي چې په نورو کومو برخو کې پرمختګ راتلی شي. هغه، همداراز، غوښتنه وکړه چې باید ټولو امریکایانو ته د فرصتونو د رامنځ ته کولو په اړه توجه وشي.

ولسمشر اوباما وویل چې هغه به کانګرس ته صبر و نه کړي چې کورنیو ته د فرصتونو د برابرولو او پراختیا لپاره قوانین تصویب کړي. هغه وویل چې د ضرورت په وخت کې به د خپل اجراییوي صلاحیتونو نه کار واخلي.

د امریکا ولسمشر د مالیاتو په برخې کې هم د بدلونونو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې هغو شرکتونو ته باید امتیاز ورکړل شي چې د امریکا دننه کارونه رامنځ ته کوي او هغو شرکتونو ته دې امتیازات نه ورکول کیږي چې د امریکا نه بهر خلګو ته کارونه ورکوي.

د ولسمشر اوباما د وینا په ځواب کې، د جمهوري غوښتونکو غړې، کیتي مکموریس راجرز وویل چې د اوباما پلانونه «د خلګو ژوند د لا ډیرو ستونزو سره مخامخ کوي.»

میرمن راجرز زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې ولسمشر به زموږ سره د رښتني عمل په کال کې یوځای کار وکړي، چې خلګ پیاوړي شي، نه دا چې د خلګو ژوند، د لګښتونو او مالیاتو د زیاتولو او وظایفو د کمولو سره، لا نور هم پسې ستونزمن شي.»

نور موضوعات

ولسمشر اوباما وویل چې تروریزم اوس هم ګواښ دی. هغه په یمن، سومالیا، عراق او مالي کې د سختدریځو د شبکو یادونه وکړه. خو هغه وویل چې امریکا یوازې په پوځي لارو چارو باندې اتکا نه شي کولای.

ښاغلي اوباما وویل چې دغه یې علت دی چې د بې پيلوټه الوتکو په عملیاتو باندې یې ځینې محدودیتونه لګولي دي او غواړي چې د امریکا د څار په پروګرامونو کې هم اصلاحات راوستل شي. ولسمشر اوباما یو ځل بیا خپله هغه ژمنه تکرار کړه چې غواړي د ګوانتنامو زندان وتړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د امریکا د دیپلوماسۍ ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه چې د امریکا د دیپلوماسۍ نتیجه ده چې د سوریې کیمیاوي وسلې له منځه وړل کیږي. هغه ژمنه وکړه چې د سوریې د راتلونکي په اړه به د نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوي تر څو په سوریې کې «زورواکي، تروریزم او ویره» پای ته ورسیږي . هغه د منځني ختیځ د سولې په اړه چې هم د امریکا د دیپلوماسۍ ستاینه وکړه.

ولسمشر اوباما وویل چې که چیري د ایران مشران د فرصت نه استفاده وکړي، نو امریکا به د خپل ملي امنیت تر ټولو لوی چلینج، د جګړې نه بغیر، حل کړي.

د امریکا ولسمشر وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په سر خبرې اترې آسانه نه دي او کیدای شي چې بریالۍ هم نه وي. خو هغه وویل چې د دې خبرې د یقیني کولو لپاره چې ایران اټومي بم نه جوړوي، باید نظارت موجود وي.

ښاغلي اوباما وویل چې غواړي کانګرس ته واضح ووايي چې که چیري د ایران خلاف د نوو بندیزونو لایحه تصویب کړي نو دی به یې ویټو کړي. خو هغه دا هم وویل چې که چیري ایران د موافقې په اساس اقدامات و نه کړي نو هغه به لومړی کس وي چې د ایران په ضد به د نورو بندیزونو غږ وکړي.

ولسمشر اوباما خپله کلنۍ وینا امریکايي عسکرو او د جګړو د پخوانيو عسکرو په ستاینې پای ته ورسوله. هغه ژمنه وکړه چې کوم امتیازات چې دوی یې مستحقه دي دوی ته به ورکول کیږي.
XS
SM
MD
LG