د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د انتخاباتي مبارزو هلې ځلې


شیرزی وایي د هیچا په ګټه نه تیریږي
شیرزی وایي د هیچا په ګټه نه تیریږي
د جمهوري ریاست د ۱۱ نوماندانو څخه شپږ تنو یې په کندهار کې د خپلو انتخاباتي مبارزو لپاره دفترونه پرانیستي دي چې په هغو کې اشرف غني احمدزی، محمد شفیق ګل اغا شیرزی، ډاکتر زلمی رسول، عبدالقیوم کرزی، ډاکتر عبدالله عبدالله او عبدرب الرسول سیاف شامل دي.

په داسې حال کې چې د ټاکنیزو مبارزو په لړ کې نوماندان ورو ورو د ولایتونو په لور خوځیږي، انتخاباتي مبارزې هم زور اخلي.

د گل آغا شیرزي انتخاباتي کمپاین
جمهوري ریاست ته نوماند محمد شفیق ګل آغا شیرزی په دې لار کې د دوشنبې په ورځ یو بل گام هم پورته کړ او کندهار ته د خپلو پلویانو د لیدنې لپاره ولاړ.

د کندهار په یو خصوصي سالون کې د ښاغلي شیرزي په ملاتړ په سلگونو کسان راغونډ شوي وو.

په کندهار کې د محمد شفیق گل آغا شیرزي انتخاباتي کمپاین
په کندهار کې د محمد شفیق گل آغا شیرزي انتخاباتي کمپاین
ښاغلي شیرزي په یوه خبري غونډه کې د کورنیو چارو پر وزارت نیوکه وکړه چې دده د امنیت په برخه کې يې د پام وړ څه ندي کړي.


ګل آغا شیرزي سره لدې چي په کندهار کي د خپل امنیت په اړه کومه اندېښنه ونه ښوده خو زیاته يې کړه چې د کورنیو چارو د وزارت مسئولیت دی چې پدې برخه کې يې ګامونه اخیستي وای.

نوموړي پر خپله نوماندۍ یو ځل بیا ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې د هیچا په ګټه نه تیریږي.

د اشرف غني احمدزي انتخاباتي کمپاین
د جمهوري ریاست د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي هم د دوشنبې په ورځ په کندهار کې دفتر پرانیست.

د کندهار په یوه خصوصي سالون کې د اشرف غني احمدزي په ملاتړ په سلگونو راغونډ شویو کسانو ښاغلی احمدزی ولسمشرۍ ته وړ شخص وباله او د هغه له اقتصادي او اصلاحي پروګرامونو څخه يې د ملاتړ په ترڅ کې له نورو خلګو څخه هم وغوښتل چې هغه ته رایه ورکړي.
XS
SM
MD
LG