د لاس رسي وړ اتصالات

ولې انتخاباتي کمپاینونه یواځې تر کابل محدود پاتې دي؟


په داسې حال کې چې انتخاباتي مبارزې خپلې شپږمې اونۍ ته ورننوځي، دغه منډې ترړې لا هم پر کابل او د هېواد په یو شمېر نورو لویو ښارونو پورې محدودې پاتې دي او په ډېرو لېرو پرتو سیمو کې یې څرک نه لګيږي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین ځینې ډلې ادعا کوي چې نا امنیو او په لېرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو شتون تر یو حده د دوی انتخاباتي مبارزې پر لویو ښارونو پورې محدودې ساتلې دي.

په داسې حال کې چې له کمپاینونو څخه څه باندې یوه میاشت تیریږي، خو لا هم د هېواد ډېرو ولسوالیو ته د کمپاینونو لړۍ نه ده غزېدلې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي چې ګواکې د وسله والو طالبانو موجودیت د هېواد په یو شمېر لېرو پرتو سیمو کې انتخاباتي مبارزې نا ممکنې کړي دي.

د انتخاباتي کمپاینونو له پيل سره سم د هېواد په ځینو برخو کې نا امني د ټاکنو په وړاندې لویه ننګونه شمېرل کېده، له هماغه وخته داسې انګېرنې وې چې ښايي د ولسمشرۍ ډېری کاندیدان لېرو پرتو ولسوالیو او نا امنو سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ډلې مطبوعاتي غړی فضل الرحمن اوریا، حکومت ګرم بولي چې په ناامنو سیمو کې یې هاغسې امنیت خوندي کړی نه دی، چې انتخاباتي کمپاینونه په کې وشي.

نوموړې وایي « شاوخوا ۱۷۳ ولسوالۍ تر کلک امنیتي تهدید لاندې دي، د حکومت ضد وسله وال په کې فعاله دي، پولیس نشي ورتللی نو، کمپاین به په کې څنګه وشي، حکومت خو وايي چې موږ امنیت ټېنګوو خو دا یو تریخ حقیقت دی چې باید یې ومنو».

د هېواد په ځینو لېرو پرتو سیمو کې د پراخې ناامنۍ ترڅنګ، په خپله د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا نه باور بل هغه لامل بلل کیږي چې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین د غړي فیض محمد ځلاند په خبره یې انتخاباتي کمپاینونه تر ډېره په ښارونو کې ساتلي دي.

ښاغلی ځلاند وایي « د ځینو نوماندانو په اند په پولیسو باندې دا باور او ډاډ نشي کېدی چې د کاندیدانو امنیت دې خوندي کړي، همدغه علت دی چې ډېرو کاندیدانو خپل کمپاینونو نورو لېرو پرتو ولسوالیو ته غزولي نه دي، او تر ډېره یې تر خپل نفوذ لاندې پر سیمو یې ورټول ساتلي دي.»


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا نه مني چې ګنې دوی انتخاباتي کمپاینرانو ته امنیتي اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان پولیس چمتو دي چې د هېواد په هره برخه کې د کمپاین کوونکو امنیت خوندي کړي.

نوموړی زیاتوي « موږ یو وارې بیا ټولو کمپاینرانو او کاندیدانو تکرارآ وایو چې پولیس چمتو دي چې په ټول افغانستان کې د دوی د غونډو امنیت وساتي، پولیس دا وړتیا لري چې د دوی امنیت خوندي کړي.»

ښاغلی صدیقي وايي کمپاین کوونکي باید هرې سيمې ته تر تګ ۲۴ ساعته وړاندې امنیتي چارواکي خبر کړي چې امنیت یې خوندي کړي.

د مالي امکاناتو نشتوالی، په ولس کې د سیاسي نفوذ او انتخاباتي پرسونل کموالی، لېرو پرتو سیمو ته د ځینو نورو کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د نه غزولو نورعلتونه یادیږي.

د زلمي رسول د کمپاین مطبوعاتي مشرجاوید فیصل، د یادو شوو ستونزو ترڅنګ د وخت کموالی نورو سیمو ته د خپلو انتخاباتي کمپاینونو د نه ورغځېدو یو بل علت بولي.

هغه وایي « اوس خو له ټاکنو یوه میاشت تېره شوې ده، په یوې میاشتې کې هېڅ امکان نلري چې د هېواد ټولو برخو ته خپل کمپاینونه وغزو، هیله مند یو چې، په راتلونکو اونیو لېرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته خپلې مبارزې وغزوي، او بله دا چې، د ځینو ولایتونو په ښارونو کې چې غونډې کوو، د ډېرو ولسوالیو اوسېدونکي او قومي مشران هم رابولي.»

د ولسمشرۍ د ټاکنو انتخاباتي مبارزې نژدې یوه میاشت وروسته پای ته رسیږي، تر دې دمه د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې څه باندې دوه سوه انتخاباتي غونډې شوي دي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG