د لاس رسي وړ اتصالات

په هاک کې د جي ٧ سرمشریزه او د کریمیا کړکیچ


د روسیې له خوا د کریمیا اشغال
د روسیې له خوا د کریمیا اشغال
امریکا هڅه کوي د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د روسيې د پوځي پرمختگ د مخنوي لپاره د اروپایي ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.

ولسمشر اوباما وایي امریکا او اروپا پدې همغږه ده چې پر روسیې باندې د هغې د اوسنیو اعمالو په وجهې یو لړ بندیزونه ولگوي.

خو روسیه وایي د هغوی ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې په بشپړه توگه د نړیوالو قوانینو مطابق عمل کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن هالند ته رسیدلی او غواړي د هاگ په ښار کې د نړۍ د اوه سترو صنعتي هیوادونو سره د روسیې لخوا د کریمیا د ټاپو وزمي د اشغال په وړاندې په نړیوال غبرگون خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې روسیه پر کریمیا په بشپړه توگه اشغالوي او د خپلو پوځي ځواکونو لیږدولو او ځای پرځای کولو ته دوام ورکوي، متحده ایالات او اروپايي ټولنه داسې اقدام ته هیله من دي چې د روسیې د نور پرمختگ مخنیوی وشي.

ولسمشر اوباما د جدي غبرگون خبرداری ورکوي او وایي « په داسې حال کې چې نړۍ یې په ژورې اندیښنې څارې، روسیې خپل ځواکونه په داسی طریقې سره ځای پرځای کړل، چې کیدای شي د اوکرائن په جنوبي او ختیځو سیمو باندې یرغل هم وشي، د همدې لپاره موږ د خپلو اروپايي متحدینو سره کار کوو چې داسې جدي عمل وکړو چې که چیرته روسیه دې ډول وضعیت ته دوام ورکړي، نو د هغه په وړاندې اقدام وکړو.»

ولسمشر اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره د رامنځ ته شوي بحران د حل لپاره د هرډول ممکنې دیپلوماتیکې لارې په اړه د لیدو نیت هم لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس وایي، پدې کې هیڅ نشته چې د امریکا حکومت به پدې اونۍ کې جدي مشورې وکړي.

د اوکراین او ناتو غبرگون
اوس چې روسي ځواکونه په خورا چټکۍ سره د اوکراین ختیځو دروازو ته ورسیدل، اوکراین ددې ځواکونو د نور پرمختگ د مخنیوي لپاره تیاری نیسي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وایي « موږ یې ځواب ته تیار یو، اوکرائن هڅه کوي چې د روسیې د مخنوي لپاره د ټولو سوله ییزه او دیپلوماتیکو لارو څخه کار واخلي.»

خو د ناټو یو جگپوړي قوماندان سترجنرال فیلیپ بریدلف، د اوکراین په سرحد کې د روسي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په وړاندې پرون خبرداری ورکړ او ویې ویل « که روسیه د یو هیواد په هکله چې لویدیځ ته نژدې کیږي ویره لري، او حل لاره یې یرغل او سړه جگړه ده. او اوس هیڅ څوک نه غواړي چې هغه هیواد په ناټو کې شامل کړي ځکه دا به ښایي د روسیې سره د شخړې په معنی وي.»

تیره اونۍ امریکا پر روسېې بندیزونه زیات کړل. مسکو هم په غبرگون کې په جگپوړو امریکايي چارواکو او سیاستوالو سفري بندیزونه ولگول چې پدې جمله کې سناتور جان مکین هم شامل دی.

اروپایي ټولنه او امریکا د کریمیا د اشغال په وړاندې د غبرگون په لټه کې دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

جان مکین د کیف سره د امریکا د مرستو په زیاتیدو ټینگار کوي « زه دا بې ځایه نه گڼم چې د اوکرائن د حکومت سره چې پر هیواد یې یرغل شوی او تجزیه شوی دی، پوځي او غیر پوځي مرستې وشي.»

کله د کانگرس غړي د دوشنبې په ورځ د مارچ په ٢۴ له رخصتیو څخه بیرته کار ته مخه کوي نو د اوکراین روان کړکیچ به د سیاستوالو د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي.
XS
SM
MD
LG