د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د امرخیل استعفا پرځای او مسوولانه عمل وباله


ضیاالحق امرخیل
ضیاالحق امرخیل
جمهور رئیس حامد کرزي د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا د پخواني ریس ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړه ستایلې او د هغه دا اقدام یې یو پرځای او مسوولانه عمل بللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د ریاست له خوا په یو خپور شوي بیان کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا د پخواني ریس ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړې په هکله جمهور رئیس کرزي ویلي دي چې ښاغلي امرخیل په خپل دغه اقدام سره د انتخاباتي عادي بهیر د دوام لپاره لاره پرانیستله.

ښاغلي کرزي په دې بیان کې ویلي چې د افغانستان خلکو د ډول ډول ګواښونو سره سره د دې لپاره د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړل چې د اساسي قانون له مخې خپل نوی جمهور رئیس وټاکه.

له همدې له امله ښاغلي کرزي په دې بیان کې ویلي دي چې انتخاباتي بهیر باید په ټاکل شوي زماني چوکاټ کې د قانون او وضع شویو اصولو له مخې د انتخاباتي کمیسیونونو لخوا په شفافیت سره پای ته و رسیږي ترڅو د هیواد د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسم له مخکې څخه د اعلان شوي پروګرام پر اساس د روان کال د زمري د میاشتې په ۱۱ نیټه ترسره شي.

د یوناما دریځ

د جمهور رئیس حامد کرزي سربیره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبش هم په یو بیان کې د ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړه ستایلې او د ټاکنو په کمیسیون کې یې د هغه د ښه مدیریت یادونه کړې ده.

د یوناما له خوا په دغه خپور شوي بیان کې راغلې دي چې د امرخیل د کار په وخت د ټاکنو په کمیسیون کې کارونه د تیر په نسبت ښه ترسره شوي دي.

دا بیان وایي "یوناما دا موندلې ده چې د ټاکنو په کمیسیون کې د اوږدې مودې لپاره د ضیاالحق امرخیل مسلکي تجربه د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا د ریس په توګه د افغانستان دجمهوري ریاست تاریخي ټاکنو ته چمتوالی د تیرو ټاکنو پرتله په ښه توګه مدیریت شوی دی".

یوناما د جموري ریاست د کاندیدانو نه غوښتي دي چې د ضیاالحق امرخیل د استعفا وروسته دې د ټاکنو په بهیر کې بیرته ګډون وکړي.

ضیاالحق امرخیل د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې چې د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د کمیسیونونو سره خپلې اړیکې وشلولې له خپلې دندې استعفا وکړه او وویل چې په افغانستان کې د ټاکنو د بهیر د دوام لپاره یې دا پریړه کړې ده.

د جمهوري ریاست کاندیدان

د افغانستان د جمهوري ریاست د یو بل کاندید اشرف غني احمدزي په مشرۍ ټیم هم د ضیاالحق امرخیل د استعفا پریکړه ستایلې ده.

او هیله یې ښودلې چې د امرخیل استعفا به د افغانستان د ټاکنو په بهیر کې په ټپه دریدلی حالت پای ته ورسوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالله عبدالله د امرخیل په پریکړه د خبرو په وخت وویل چې هغه کسان چې په ټاکنو کې درغلۍ کړي په کار دي د افغانستان عدلي او قضایي ارګانو ته ځواب ووایي.
XS
SM
MD
LG