د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانی: د ټاکنو پایلې به تر دوشنبې پورې اعلان کړو


د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی
د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راغلی او لومړنۍ پایلې به تر دوشنبې پورې اعلان شي.


احمد یوسف نورستاني وویل، چې د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډولو لامل د ۱۹۳۰ محلونو د رایو تفتیش دی.

هغه وویل، د پروسې د شفافیت او د ټاکنو په کمیسیون د اعتبار د ترلاسه کولو لپاره د ۱۹۳۰ محلونو رايې له سره شمیري، ځېرنه یې کوي او ژر به ددغو محلونو پایلې په سیستم کې ځای په ځای کړي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر نورستانی وایي، ددغو محلونو په تفتیش کې د اشرف غني احمدزي د ټیم څارونکي شته خو د عبدالله عبدالله څارونکي شتون نه لري.

هغه وویل، نړیوالو څارکوونکي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم برخه لري.

د ټاکنو د کمیسیون مشر وايي، پدغه کمیسیون هیڅ ډول فشار نشته، هغه وویل د ټاکنو د کمیسیون د رایو د ځنډولو لامل یوازې تخنیکي مسئله ده.

دا چې ځينو لورو د ټاکنو کمیسیون په مصلحت ګرم کړی، په ځواب کې یې احمد یوسف نورستاني وویل، که مصلحت ددې لپاره وي، چې افغانستان له بحران وژغوري او د چا وینه تویه نه شي، نو دوی دا محصلت کړی دی.

په سیاسي کچه په دې وروستیو کې لیدنې کتنې زیاتې شوي، ښاغلي نورستاني ددغو کتنو په ځواب کې وویل، چې د ټاکنو په بهیر د باور د پیدا کولو په موخه داسې کتنې مهمي دي او باید نوماندان په ټاکنو باوري شي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو په تړاوو مسائل هله راپورته شول، چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو په سبا په کمیسیونونو شدیدې نېوکې وکړې او د ټاکنو له بهیر ووت.

خو نن د عبدالله عبدالله ټیم بیا وویل، که د ټاکنو رايې سمې او شفافې و شمېرل شي نو دوی د ټاکنو د کمیسیون پرېکړې مني.

XS
SM
MD
LG