د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس تر منځ اوربند ناکام شو


Israel Gaza
Israel Gaza

د اسریلو پوځ ویلي چې حماس د وسله والو پر ضد ېې د غزي په تړانگي کې بیا هواېې بریدونه پیل کړي دي . د اسرائیلو حکومت د غزې په تړانگه کې د حماس له وسلوالو سره، د مصر لخوا د اور بند وړاندیز منلی و خو دا بریدونه د شپږو ساعتو د اوربند ورسته بیا پیل کړل.

د اسریلو پوځ ویلي چې د سه شنبي ورځ یی د غه هواېې بریدونه ورسته له هغه پیل کړل چې د حماس ډلي له هغه سیمي چې د حماس تر ولکې لاندی ده په اسرایل شاه خوا ٥٠ راکټونه وتوغول.

له دی مخکي د اسرائیلو پوځ ویلي و چې له هغه ورسته چې د اسرایلو لومړي وزیر نتهن یاهو د فاعي چارو کابیني د اوربند وړاندیز ومنلو د اسریلو د توغندیو دفاعي نظام " ارون ډوم " د دریو ښارونو په سر توغندي د وریدو په حال کې کشف کړي دي.

ښاغلي نتهن یاهو وویل، که د حماس وسله والو د دی تړون درناوی ونکړ نو اسرایل دی ته تیار دی چی د حماس پر ضد خپل جنگي عملیات جاري وساتي او دی ددی توقع لری چې دوي سره به د نړیوالي ټولني ملاټر هم ملگری وي.

هغه وویل " که د حماس ډله د مصر وړاندیز رد کړ او د غزي د تړانگي څخه د راکټونو گزارونه ونه دریدل لکه څنگه چې اوس موږ ویدل چې داسي نه ده ، نو موږ دی ته تیار یو چې د خپلو خلکو د خوندي ساتلو دپاره خپل پوځي عملیاتو ته ادامه ورکړو."

بلخوا د اسرائیلو د حکومت ویاند مارک رېجېف وویل « نن سهار د اسرائیلو د امنیتي کابینې په ځانگړې غوڼډه کې، اسرائیل د مصر د اوربند وړاندیز ومنلو. موږ له پخوا راهیسې وایو چې زموږ هدف د اسرائیلیانو لپاره د دوامدارې سولې او امنیت راوستل او زموږ پر ښارونو د راکټي بریدونو ختمول دي. که چېرې راکټي بریدونه دوام ومومي او که چېرې حماس د مصر وړاندیز رد کړي، نو موږ خامخا چمتو یو چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره خپلو عملیات ته دوام ورکړو

نن سهار دوخته د حماس یوه جگپوړي چارواکي ووېل چې د دوی ډله له دې پلان سره موافقه ده خو د حماس پوځي څانگې دا پلان رد کړی او وایی چې د دې کار معنا تسلیمېدل دي

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس بارک اوباما له یو شمېر مسلمانانو سره د روژې د مبارکې میاشتې د لمانځنې په موخه پرون په یوه ماښامنۍ کې ووېل چې دی د مصر په دې وړاندیز ډېر هیله من شوې او زیاته یې کړه چې د تشدد زېاتول هېڅ چاته گټه نه رسوي

هغه وویل"زه به دا په ډېرو واضحو ټکو کې ووایم چې هېڅ هېواد پر خپلو وگړېو بې پروا راکټي بریدونه نشي منلی، او زموږ دریځ ډېر واضح دی چې اسرائیل دا حق لري چې د حماس لخوا زما په باور د بې دلیله بریدونو پر وړاندې د خپل هېواد دفاع وکړي. په همدې وخت کې په غزه کې بشري تاوتریخوالی چې موږ د هغه د کرارولو په خاطر اوږد او سخت زیار ایستلی، د فلسطیني ملکي وگړېو مرگ ژوبله یوه غمیزه ده او په همدې خاطر موږ د ملکي وگړو پر خوندیتوب تاکید کړی، پرته له دېنه چې څوک دي او چېرې ژوند کوي."

دا وړاندیز د مؤقتي اوربند غوښتنه کوي چې سر له ننه تطبیق شي او د غزې پوله د تگ را تگ لپاره پرانیستل شي او د دواړو خواوو ترمنځ په راتلونکيو دوو ورځو کې په قاهره کې خبرې اترې پیل شي

XS
SM
MD
LG