د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او نړیوالو ترمنځ د اتمي پروگرام خبري وغزیدي


 د ایران د بهرینو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرینو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د اتریش په ویانا کې د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د تهران د اتومي پروګرام پر سر خبرو کې یو انکشاف دادی چې د پخواني ضرب العجل بر خلاف تثمیم ونیول شو چې د ایران اتمی پرواگرام دی د نومبر د میاشتی ترنیمايي پوری محدود کړی شي.

د امریکا غږ خبریالي لیسا برانیټ له پاریس نه پدی باره کې په خپل رپوټ کي واېې، د ایران او نړۍ قدرتونو ترمنځ د اوږدو وروستیو خبرونه وروسته د شنبی په ورځ په ویانا کي دغه اعلان وکړ.

د ایران او نړۍ قدرتونو ترمنځ د اوږدو وروستیوخبرونه وروسته د شنبی په ورځ په ویانا کي دغه اعلان وشو. د اروپايي اتحاديي د بهرني پالیسی مشرۍ کترین اشټن خبریالانوته یوه لیکل شوی وینا ولوستله.

په داسی حال کي چې د ځینو موضوعاتو په باره کي موږ ریښتینی پرمختگ کړیدی او موږ د عمل د گډ جامع پلان د متن په باره کي په گډه کارکوواو د ځنیو مهمو موضوعاتو په باره لاتراوسه پوری پوره واټنونونه موجود دی چې نور وخت او کوښښ ته ضرورت لری.

اغلي اشټن وویل، " شپږوقدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسه، المان، روسيه او چین او د ایران سره یوځای، موافقه وکړه چې د نومبر تر(۴٢ ) میاشتی پوری د خبرو نیټه وغزول شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دی ته ورته وینا په فارسی ولوسته " دواړه خواوی د جولای د شلمی په نیټه باندی کارکوی چې یوی موافقی ته ورسیږی د هغی له مخی به د ایران اتمی پروگرام محدود کړی شی چې ددی ډاډ ورکړی چې ایران اتمی وسلی نشی جوړولای. ایران دغه توررد کړاوپدی ټینگار کوی چې اتمی پروگرام يي دسوله ایزو مقاصدو لپاره دی "

اغلي اشټن دیوي جدا تبصری په ترڅ کې چې د اروپايي اتحاديي په ویب سائټ کې خپره شوی وویل، دواړه خواوی به لږ وروسته بیا په خبرو کې گډون وکړی .

اغلی اشټن وویل " بل اقدام دادی چې استازی به خپلو پائتختونوته ستانه شی، دوی به په موضوعاتو باندی خبری وکړی او موږبه دری جمع دری یعنی شپږقدرتونه بیا سره یوځای کړو او ددی لپاره چې خپلو خبروته مو دوام ورکړی وی زه به د خپل ایرانی انډول سره لیدنه وکړم . او وروسته به بیا غونډه وکړو او بیا به مهل ویش په باره کې خبری وکړو. زموږ اراده داده چې څومره ژرممکن وی هاغومره ژر دغه موافقه وکړو مگرموږ مصمم یو چې ددی ډاډ ورکړو چې یوه ښه موافقه وکړو."

د خبرو دغه اوږدوالی به ایران ته اجازه ورکړی چې په داسی حال کې چی خبری روانی دی ( دوه عشاریه اته میلیاردو ) ډالرو ته لار ولری . مگر د بهرنیو چارو وزیر جان کیری وایی، دا پیسی له هغه څه نه زیاتی ندی چې ایران يي د تیرو څلورو میاشتو د خبرو په وخت کی لاس ته راوړی.

د فرانسی د بهرنیو چارو وزیر (لورنټ فابیوس ) پرون د شنبی په ورځ په یوه لیکل شوی وینا کې وویل، فرانسه هیله لری چې د خبرو اوږدوالی به ایران ته اجازه ورکړی چې هغه څه وکړی چې دی ورته ضروری انتخاب وايي یعنی داچی یوي دائمی موافقی ته ورسیږی. ده وویل، لومړی نخښه به داوی چې ایا ایران د اتمی انرژی د بین المللی اداری په تفتیش کی همکاری کوی یا نه چې د ایران د اتمی پروگرام د پوځی اړخ په باب يي کوی .

په امریکا او نورو ملکونو کی انتقاد کونکی پدی عقیده دي چې ایران د خبرو په اوږدولو سره مازی وخت تیروی . په ایران کې افراطی عناصر د خپل هیواد اتمی پروگران د ملی ویاړ یوه منبع گڼي او د اتمی پروگرام د محدودولو مخالف دی.

XS
SM
MD
LG