د لاس رسي وړ اتصالات

ماشوم ته د مور د شیدو ورکولو نړیواله اونۍ پیل شوه


د جمعې ورځ ماشومانو ته د مور د شیدو ورکولود نړیوالي اونۍ لومړۍ ورځ وه. دا اونۍ د آگسټ د لومړۍ نېټې نه تر اوومي نېټې پوري هرکال د نړۍ په څه د پاسه ١٧٠هیوادونو کي ددې لپاره لمانځل کیږي چي میندي دې ته وهڅول شي چي ماشومانو ته خپلي شیدې ورکړي او د هغوی روغتیا ته پاملرنه وکړي.

د نړۍ د روغتیا سازمان دا غوره بولي چي ماشوم ته د هغه د زیږیدلو نه یوساعت وروسته یې مور باید خپلي شیدې ورشروع کړي او تر شپږو میاشتو پوري یې ورکړي. دغه سازمان دا هم ویلي دي چي د شپږو میاشتو وروسته ماشوم ته د مور د شیدو سره سره بشپړونکي یا تکمیلي خواړه شروع کیدای شي، خو د مور شیدې به یې تر دوه کلنۍ پوري یا تر هغه زیات دوام کوي.

په نړۍ کي د نوو زیږیدلو ماشومانو تر نیمایي کم یې د مور د شیدو نه استفاده کوي او حتی تر دې لږو ماشومانو ته دا چانس برابریږي چي تر شپږو میاشتو پوري دي د مور شیدې وخوري.

د یونیسیف رئیس انتوني لېک وایي چي « د ماشوم د ژوند تر ټولو ښه شېبه هغه ده چي د اول ځل لپاره د مور شیدې روي.»

هغه تقریبا اووه ملیون ماشومان چي هر کال مري ۴٠ فیصد یې نوي زیږیدلي ماشومان دي.

ښاغلی لېک وایي چي د زیږیدو په لومړي ساعت کي که ماشوم د مور شیدې وروي نو په هغوی کي به په هرو پنځو تنو کي یو ماشوم د مرگ نه وژغورل شي، یا په بل عبارت هر کال به څه د پاسه نیم ملیون ماشومان ژوندي پاته شي.

XS
SM
MD
LG