د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما وايي عراق ته امریکايي عسکر نه استوي


ولسمشر اوباما د فلوریدا ایالت د تمپا په مکدېل پوځي اډه کې د وینا په حال کې
ولسمشر اوباما د فلوریدا ایالت د تمپا په مکدېل پوځي اډه کې د وینا په حال کې

د امریکا ولسمشر باراک اوباما یو ځل بیا ژمنه وکړه چې امریکا به د اسلامي دولت ډله وځپي او په نهایت کې به یې له مینځه یوسي.

خو هغه دا هم وویل چې امریکا به دغه کار د یو ایتلاف د غړي په حیث وکړي او امریکايي عسکر به عراق ته وا نه ستوي.

ښاغلي اوباما د چهارشنبې په ورځ د امریکا د فلوریدا د ایالت د ټمپا د ښار د مکدېل د هوايي قواوو په اډې کې امریکايي عسکرو ته وینا وکړه.

د امریکا ولسمشر وویل چې وسله وال، چې د عراق او سوریې د اسلامي دولت د ډلې په نامه یادیږي، باید چې له مینځه یووړل شي.

ښاغلي اوباما ژمنه وکړه چې امریکا به خپل نظامي منابع او بشري قوه استعماله کړې چې د اسلامي دولت ډله وځپل شي او په نهایت کې له مینځه یووړل شي.

خو ولسمشر اوباما ټینګار وکړ چې امریکايي ځواکونه به په عراق کې محاربوي ماموریت ترسره نه کړي.

هغه وویل «ستاسو د قوماندان او رئیس په حیث، زه به تاسو او د وسله والو قواوو نور عسکر [عراق ته] وا نه ستوم.»

د امریکا ولسمشر وویل چې امریکا په عراق کې د عسکرو د درلودو د یوې لسیزې تجربه لري.

ښاغلي اوباما وویل «دا ډیره موثره ده چې موږ خپل ځانګړي قابلیتونو نه کار واخلو او د خپلو ملګرو د ملاتړ لپاره استعمال کړو تر څو دوی د خپل هیواد راتلونکی پخپله خوندي کړي. او دا یوازنۍ لاره ده چې په اوږدمهال کې به کامیابه شي.»

ښاغلي اوباما وویل چې امریکا به د څلویښتو نه د ډیرو هیوادونو یو ایتلاف جوړ کړي تر څو چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف په پراخې مبارزې کې مرسته وکړي.

هغه وویل چې امریکا د خپلو تیرو تجربو نه ډیر څه زده کړې دي او نه شي کولای چې په یوازې سر په بریالیتوب دغسې عملیات ترسره کړي.

که څه هم ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ وویل چې عراق ته به عسکر وا نه ستوي، خو یو ورځ مخکې د امریکا د پوځ لوړرتبه چارواکي وویل چې د دې امکان شته چې امریکا دې د اسلامي دولت د ډلې پرضد د ځمکنيو قواوو نه کار واخلي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس جنرال مارتین دیمپسي د کانګرس یو غونډې ته د سې شنبې په ورځ وویل چې که چېري ضروري وګني نو سپارښتنه به وکړي چې عراق ته دې امریکايي مشاورین واستول شي.

XS
SM
MD
LG