د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکو د امریکا د ډیټرایټ د ښار له چارواکو څخه غوښتي دي چې هغو غریبو کورنیو ته دې اوبه خوشې کړي چې د میاشتني لگښت د نه ورکولو په سبب ېې پرې اوبه بندې کړې دي.
د دغې ادارې دوه کارکوونکي د دریو ورځو لپاره د ډیټرایټ ښار ته تللي وو او هلته یې د اغیزمن شویو کورنیو، د مدني حقونو د فعالینو او د محلي حکومتي چارواکو سره کتلي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي چې په بې تناسب ډول د اوبو بندیدو د ښار په بې وزلو او افریقایي الاصله امریکایانو زیاته اغیزه کړیده.
دوی وایي، دې کار په غیر عادلانه توګه خلک مجبوره کړیدي چې یا د کور کرایه ورکړي او یا د اوبو بیلونه ادا کړي.
د ډیټرایټ ښار په همدې روان میلادي کال کې په ٢٧ زره خلکو اوبه بندې کړیدي.
د اوبو په برخې کې د دغې ښار د پالیسۍ له مخې که چیرته یوه کورنۍ د اوبو بیل دوه میاشتې ورنکړي نو دا خطر شته چې اوبه به پرې بندې شي، ځکه دا ښار کوښښ کوي د بریښنا، اوبو او نورو خدماتو هغه پورونه یو څه کم کړي چې اندازه یې میلونونو ډالرو ته رسیږي.
ډیټرایټ په امریکا کې لومړنی ستر ښار دی چې په ٢٠١٣ کال کې یې د څو میلیارده ډالرو پور په خاطر د دیوالي کیدو اعلان وکړ.
تمه کیږي چې قاضیان به د نومبر په میاشت کې د مالي مشکل نه د خلاصون لپاره د ښار د پلان په باره کې حکم صادر کړي.