د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا یو نیول شوی امریکايي خوشي کړ


جیفري فاول د روان عیسوي کال د مي په میاشتې کې په شمالي کوریا کې نیول شوی و.
جیفري فاول د روان عیسوي کال د مي په میاشتې کې په شمالي کوریا کې نیول شوی و.

امریکا د شمالي کوریا لخوا د یو امریکايي د خوشي کیدو هرکلی کړی دی. خو امریکا د شمالي کوریا نه غوښتنه کړې ده چې دوه نور امریکايان دې هم خوشي کړي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د شمالي کوریا لخوا د امریکايي سیلاني جیفري فاول خوشي کول یوه «مثبته پریکړه» ده.

فاول شمالي کوریا ته د یو سیلاني په صفت تللی و. هغه د روان عیسوي کال د مي په میاشتې کې ونیول شو.

په فاول تور لګول شوی و چې په رستورانت کې یې د انجیل نسخه ایښې وه. شمالي کوریا ویلي و چې جیفري فاول شمالي کوریا ته په مذهبي ماموریت تللی و.

د دغه امریکايي کورنۍ په هغه لګول شوي تورنه رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف وویل چې «دغه مهمه نه ده چې موږ د هغه په قصې باور کوو او که یې نه کوو. او، موږ ټولو امریکایانو ته د بیلابیلو دلایلو په اساس خبرداری ورکړی چې شمالي کوریا ته دې نه ځي. . . . لکه څنګه چې موږ پرون ویلي وو، نن مو هم وویل چې هغه باید سمدستي خوشي شي، او هغه خوشي شوی دی.»

دا چې شمالي کوریا ولې دغه امریکايي خوشي کړی دی سمدستې څه نه دې ویل شوي خو هارف وايي چې د سویډن حکومت په دې برخې کې مهم رول لوبولی دی.

هغې وویل چې فاول د صحي معایناتو نه ورسته امریکا ته انتقال شوی دی. هارف ویل چې د دوو نورو امریکایانو په اړه چې په شمالي کوریا کې بندیان دي اندیښنه شته.

هغې وویل چې «موږ د کینیت بي او متیو میلیر د بندي پاته کیدو قضې تعقیب کوو او یو ځل بیا د شمالي کوریا نه د دغو امریکایانو د سمدستې خوشي کولو غوښتنه کوو.»

میلیر ته د شپږو کلنو بند سزا اورول شوې ده. بي بیا په ۱۵ کلنو بند محکوم شوی دی. په دواړو باندې د شمالي کوریا خلاف د خصمانه اعمالو تورونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG