د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایانو په منځمهالو انتخاباتو کې راېې ورکړي


.
.

د سه شنبې په ورځ د امریکا ولس د سنا او ولسي جرگې او ایالاتونو د والیانو دپاره راېې ورکړي.

د امریکا د ختیځو برخو کې، چې پایتخت واشنگټن ډي سي، میريلنډ او ورجینیا هم پکښې شامل دي، سهار د شپږ بجو نه ترماښام اوو بجو پورې د راېې ورکولو مرکزونه پرانستي وو او خلکو د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړي.

د ورجینیا ایالت په یو مکتب کې چې خلک رايې ورکول ته ورتلل نو هرکلي ته به ېې د کاندیدانو استازي ولاړ وو او په دې ېې پوهول چې څنگه د خپلې خوښې کاندید ته راېې ورکړي. د دغه مرکز یوې کارمندې امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل.

«چې څه وخت یو راېې ورکونکی د رایو ورکولو مرکز ته راشي، نو موږ ورنه د شناخت دپاره سند غواړو. چې نوم ېې په لیست کې شامل وي نو بیا ورته د راېې ورکول اجازه ورکوو. بیا هغه د رایو ورکولو دپاره د رایې ورکولو پاڼه اخلي. په پاڼې کې د خپلې خوښې کاندید خوښوي. بیا ېې د راېیو ثبتول ماشین ته ورکوي. دې سره د هغه رایه ثبت شی.»

ولسمشر اوبامه یوه اوونۍ مخکې خپله راېې ورکړې وه
ولسمشر اوبامه یوه اوونۍ مخکې خپله راېې ورکړې وه

​ځینو ځایونو کې د کاغذ او ځینو کې د ماشین د لارې د خلکو راېې ثبتیدلي . هیچا باندې فشار نه و چې کوم کاندید ته راېې ورکړي: دیموکرات، که جمهوري غوښتونکي ته.

د ورجینیا په یوه بله سیمه ووډبریج کې د راېیو د مرکز یو مامور وايي چې د جمهوري ریاست او د سنا د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې د خلکو په شمیر کې ډیر توپیر نه وي. خلک په خپل خوښه د ورځې په مختلفو وختونو کې راځي.

«دلته د هسپانوي نژاده امریکایانو شمیر زیات دی. خو دوي نه علاوه د نورو قامونو او ملکونو خلک هم راځي.»

دغه مامور وویل چې زیاتره مامورین چې مازدیگر رخصت شي نو بیا راځي.

د سهار نه تر غرمې پورې خلک خال خال را روان وو. هرچا ته د رايې ورکولو دپاره پوره وخت ورکړل شوی و. هر چا به چې رايه ورکړه نو یو نشان به ېې هم په کمیس ورته لگوه ،چې پرې لیکل شوي وو. ما راېه ورکړه

په ووډ بریج کې یو هندوستاني نژاده امریکايي سک هم راېه ورکړه. هغه د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې موږ هم د امریکا د نورو اتباعو په څیر دې انتخاباتو ته ډیر ارزښت ورکوو او د اوباما د پالیسو په خلاف خپله راېې ورکوو.

د امریکا د کانگرس منځني انتخابات به د ولسمشر اوباما په پالیسو باندې ډیر تاثیر ولري. دا ځکه چې مخالف گوند، جمهوري غوښتونکي چې اوس په ولسي جرگه کې اکثریت لري، د شپږو څوکیو په گټلو به په مشرانو جرگه کې هم اکثریت ترلاسه کړي.

د تازه سروې گانو نه هم دا معلومه شوې چې جمهوري غوښتونکي کاندیدان د دیموکراتانو سره سخته مقابله کې روان دي، جمهوري غوښتونکي د ولسمشر اوباما په خارجي او داخلي پالیسو کې د یو شمیر نیمگړتیاو یادونه کړي او د خلکو پام ېې ځانته راگرځولی دی.

په دې انتخاباتو کې د هر ایالت د سنا د څوکۍ خپل ارزښت دی، چې یوه پکښې د ورجینیا د ایالت د سناتور مارک وارنر څوکۍ هم ده.

په دې ایالت کې د ولسی جرگې د یولس څوکیو دپاره انتخاب هم کیږي، خو د خلکو سترگې د سنا په یوازې یوې چوکۍ لگیدلي ،چې مارک وارنر به ېې بیا وگټي او که د جمهوري غوښتونکي گوند ایډ گیلسپي به ېې وگټي.

که جمهوري غوښتونکو شپږ چوکۍ وگټلې نو مشرانو جرگه هم د دوي شي
که جمهوري غوښتونکو شپږ چوکۍ وگټلې نو مشرانو جرگه هم د دوي شي

د ورجینا ایالت په فیرفکس سیمه کې د افغانانو شمیر د نورو سیمو د افغانانو نه زیات دي.

دلته افغانانو هم خپله راېې ورکړي او د خپلې خوښې کاندید ته ېې رایې ورکړي.

زیاتره افغانان په دې فکر دي چې داسې د مشرانو جرگه ولري چې د ولسمشر اوباما د ښو پالیسو ملاتړ او ناسمو مخه ونیسي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG