د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکو د امریکا په سنا کې اکثریت وګاټه


جمهوري غوښتونکو د شپږو نورو څوکیو په ګټلو سره د امریکا په سنا کې اکثریت خپل کړ.
جمهوري غوښتونکو د شپږو نورو څوکیو په ګټلو سره د امریکا په سنا کې اکثریت خپل کړ.

د جمهوري غوښتونکو ګوند د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د امریکا د سنا په مجلس کې اکثریت خپل کړ او د لویدیځې ویرجینیا، ارکانسس، جنوبي ډکوټا، شمالي کارولینا، مونټانا او کولورادو په ایالتونو کې خپل سیالو دیموکراتانو ته د سنا د مجلس لپاره په انتخاباتو کې ماته ورکړه.

دغه هغه ایالتونه دي چې دا ځلې په انتخاباتو کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ پکښې سخته مقابله وشوه.

د انتخاباتو نه مخکې، د امریکا د سنا په مجلس کې دیموکراتان په اکثریت کې وو. دیموکراتانو ۵۵ او جمهوري غوښتونکو ۴۵ څوکۍ درلودي. جمهوري غوښتونکو شپږو څوکیو ته ضرورت درلودی چې په سنا کې اکثریت خپل کړي.

جمهوري غوښتونکو شپږو څوکیو ته ضرورت درلودی چې په سنا کې اکثریت خپل کړي.

اوس هم د ځینو ایالتونو نتایج معلوم نه دي او د راېیو شمیرل دوام لري.

د لوزیانا په ایالت کې بیا یو کاندید هم ۵۰ فیصده رایې و نه ګټلي.

اوس به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ چې یو یې جمهوري غوښتونکی او بل یې دیموکرات دی د دسمبر په ۶ نیټه دوهم ځلي انتخابات وشي.

د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر، میچ مکانل د کنټکي په ایالت کې خپله څوکۍ وګټله.

دا شپږم ځل دی چې ښاغلی مکانل د امریکا د سنا لپاره د کنټکي د ایالت نه انتخابات ګټي.

کیدای شي اوس به میچ مکانل د امریکا د سنا د مجلس د اکثریت ګوند د مشر په توګه وټاکل شي.

د سیاسي چارو کارپوهانو دا پیشبیني کوله و سرویګانو دا ویله چې جمهوري غوښتونکي به د سنا په مجلس کې اکثریت څوکۍ وګټي.

تمه کیږي چې جمهوري غوښتونکي به د امریکا د کانګرس په ولسي جرګې کې خپل اکثریت وساتي.

د سې شنبې په ورځ، په امریکا کې منځني انتخابات وشول. په انتخاباتو کې امریکایانو د کانګرس د ولسي جرګې د ټولو څوکیو او د سنا د مجلس د ۳۶ څوکیو لپاره رایې ورکړي.

XS
SM
MD
LG