د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او افغانستان د خپلو ستونزو د حلولو ژمنه وکړه


د افغانستان او پاکستان مشرانو ژمنه وکړه چې په خپلو کې به دفاعي او سرحدي ستونزې هواروي.

ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي نن شنبه د نومبر په ۱۵ نېټه د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د دغه هېواد له ولسمشر ممنون حسین سره ولیدل.

ښاغلي غني د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا غښتلتیا او په دواړو هېوادونو کې د سولې په راوستلو ټېنګار وکړ. " موږ په دې خبرې وکړې چې باید تېر وخت ته ور ونه ګرځو. موږ باید خپل تېر وخت پرېنږدو چې زموږ راتلونکی خرابه کړي. موږ د سولې د راوستلو لپاره هر اړخیز مذاکرات پیل کړل چې امنیتي اړخونه په کې شامل دي."

د پاکستان لومړي وزیر نورز شریف وویل چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ننګه کوي او په دغه هېواد کې به په بیخ بنایي پروژو په عملي کولو کې مرسته وکړي.

"زموږ هېوادونه د ترهګرۍ او افراطیت پر ستونزو سربېره د امنیتي او جنايي پېښو له ننګوونې سره مخامخ دي.ډاډمن یم چې موږ په ګډو هڅو او پیاوړي هوډ سره پر دغو ستونزو لاسبري کېدی شي."

ښاغلی شریف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار پاکستان په افغانستان کې په نا امنۍ او د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی، همدغه راز پاکستان هم تور لګوي چې له افغانستان نه ترهګر ور اوړوي او دغلته بریدونه کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني او پاکستاني صدراعظم نواز شریف د پاکستان او افغانستان د الف لوبډلو ترمنځ د کرېکټ یوه لنډه سیالي هم ولیدله چې افغانستان وګټله.

XS
SM
MD
LG