د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د یهودانو په عبادت ځای برید وغانده


دوو فلسطینیانو د سه شنبې په ورځ په بیت المقدس کې د یهودیانو په یوې کنیسې باندي برید وکړ.
دوو فلسطینیانو د سه شنبې په ورځ په بیت المقدس کې د یهودیانو په یوې کنیسې باندي برید وکړ.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په بیت المقدس کې د یهودانو په عبادت ځای باندې برید په سختو ټکو وغندی.

ولسمشر اوباما چې د سې شنبې په ورځ یې په سپینې ماڼې کې یې خبرې کولې وویل چې دغسې یو برید نه شي توجیه کیدای.

دوو فلسطینیانو چې چاقوگان، توپنګچه او یو ساتول ور سره وو پرون د سه شنبې په ورځ په محلي وخت سهار وختي د یهودانو کنیسه ته چې خلکو عبادت په کې کاوه ننوتل او په عبادت کوونکو باندي یې برید وکړ. په برید کې پنځه کسان ووژل شول.

باراک اوباما وویل چې «په خواشینۍ سره، موږ په دې ورستیو میاشتو کې شاهدان یو چې دا لومړی ځل نه دی چې وژنې کیږي. زیات اسرائیلیان وژل شويدي، زیات فلسطینیان وژل شوي دي.»

ولسمشر زیاته کړې ده چې «زه فکر کوم چې دا مهمه ده چې دواړه فلسطینیان او اسرائیلیان د تشنج د کمولو لپاره او د تشدد د مخنوي لپاره ګډ کار وکړي.»

د امریکا ولسمشر وویل چې امریکا ټولې ذیدخلې ډلې دې ته هڅوي چې د سولې لپاره کار وکړي او هغه سختدریځې ډلې چې دغسې اقدامات کوي منزوي کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم دغه برید غندلی دی او ویلي یې دي چې دغه برید یو تروریستي عمل و.

بل پلو ته، هغه پولیس چې پرون د سه شنبې په ورځ په بیت المقدس کې د یهودانو په یوه کنیسه کې په یو تروریستي برید کې زخمي شوی و مړ شوی دی. د دغه پولیس سره اوس د د ټولو وژل شوو کسانو شمېر پنځو تنو ته رسیدلی دی.

نور وژل شوي کسان د یهودو دیني ملایان وو چې د دوو هیوادونو تابعیت یې درلود. د اسرائیلو د تابعیت نه علاوه، دوو تنو یې امریکایي او یوه تنه یې برتانوي تابعیت درلود. په دې حمله کې اووه کسه زخمي شوي هم دي.

عکس العملونه

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو بیا ژمنه کړې ده چې اسراییل به د برید ځواب ورکوي. هغه د دغه «پارونې» پړه د حماس پر وسله والې ډلې او د فلسطین پر جمهوررئیس محمود عباس واچوله.

د اسرائیلو صدراعظم وویل چې «ځینې داسې کسان شته چې غواړي موږ زموږ د هیواد او پایتخت نه ورک کړي. دوی به بریالي نه شي. موږ د بیت المقدس، زموږ ابدي پایتخت، پر سر په جګړې کې راګیر یو.»

د فلسطین ولسمشر محمود عباس دغه برید غندلی دی.

محمود عباس وویل چې «موږ په سختو ټکو دغه برید غندو او په هیڅ صورت دا نه منو چې په ملکیانو دې بریدونه وشي. په عین وخت کې چې موږ دغه اعمال غندو، موږ د الاقصی پر مسجد او مقدسو ځایونو بریدونه هم غندو.»

خو د حماس د ډلې یو ویاند سامي ابو زهري دغه برید د اسرائیلیانو د بریدونو په مقابل کې یو عکس العمل وګانه.

هغه وویل: «حماس په بیت المقدس کې د برید ستاینه کوي او د یوسف الرحمن د وژلو او د الاقصی په مسجد کې د اسرائیلو د دوامدارو جنایاتو په مقابل کې یې یو عادي عکس العمل ګني.»

په بیت المقدس کې د سې شنبې د ورځې برید د تیرو څو کلنو راهیسې تر ټولو خونړی برید و. پروني برید دا ویره پيدا کړې ده چې داسې نه شي چې په بیت المقدس کې تشدد ادامه پیدا کړي.

په برید کې د یو پولیس په شمول، پنځه کسان وژل شوي دي. د دې نه علاوه، دوه فلسطیني بریدکوونکي هم د پولیسو په ډزو کې ووژل شول. اوه نور کسان، چې یو کاناډايي هم پکښې شامل دی، ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG