د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سره د امریکا همکاري - په افغانستان کې سوله


Pakistani Taliban
Pakistani Taliban

اسلام آباد له امریکا سره ژمنه کړې چې افغان طالبان به د سولې د خبرو میز ته کینوي، خو په دې شرط چې پاکستاني طالبان وځپل شي.

د ترهګرو په وړاندې د پاکستان وروستیو عملیاتو او بریا امریکا هیله منده کړې چې له اسلام اباد سره د ترهگرو په ځپلو کې کار وکړي، په بدل کې یې اسلام اباد امریکا ته ژمنه ورکړې چې، اورپکي به د سولې د خبرو مېز ته راولي - دا هغه ژمنه ده چې عملي کول ډېر وخت غواړي- .

د افغانستان، پاکستان او امریکا نژدي روابط د طالبانو او القاعده ډلې د غړو، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولو کې پټ دي او فعالیت لري، په ماتولو کې مهم بلل کیږي، په تېره بیا کله چې ډېر بهرني ځواکونه د همدغې میاشتې په پای کې له افغانستان څخه ووځي.

دغه درې واړه هېوادونه له دې اړخه لا هم پر یو بل شک کوي، خو د تېرې اونۍ همکاریو څه ناڅه رنګ راوړ.

په افغانستان کې تېر کال د پاکستاني طالبانو یو لوړپوړی نیول شوی قومندان، اسلام اباد ته وسپارل شو او د دې تر څنګ په پاکستان کې د القاعده ډلې د دوو غړو د وژل کېدو راپورونه خپاره شول.

په همدې حال کې پاکستاني طالبانو ویلي چې امریکا په افغانستان کې د دوی پر پټو ځایونو د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي چې په پاکستان کې یې بریدونه کډوډ کړي.

افغانستان او پاکستان پر یو بل د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګوي او وايي چې ترهګر د یو بل پر ضد د نیابتي ځواک په توګه کار کاروي.

پاکستاني او افغان طالبان سره ملګري دي، خو په جلا جلا ډول فعالیتونه لري، د دواړو هدف د خپلو حکومتونو پرځول او پر ځای د خپلې خوښې اسلامي دول ټېنګول دي.

تېره میاشت واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف له سفر وروسته، پاکستان وايي چې افغان طالبان به د سولې د خبرو مېز ته کینوي خو، که امریکا د پاکستاني طالبانو په ماتولو کې له اسلام اباد سره مرسته وکړي.

دا خبره یو پاکستاني چارواکي چې له واشنګټن سره په خبرو کې ښکیل و، وکړه.

دغه چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته وویل " امریکا اوس له پاکستان سره خپله ژمنه عملي کوي.پاکستان له افغان طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته خو په دې شرط چې د پاکستان د پوځ د ښمنان له منځه یوړل شي. "

د امریکا کانګرس به په همدې اونۍ کې د ۲۰۱۵ کال لپاره له پاکستاني پوځ سره د یو میلیارد ډالرو د مرستو په اړه رایه ورکوي، د دغو مرستو درې میلیونه ډالره به هغه وخت ورکول کیږي چې پاکستان دا وښيي چې د حقاني شبکه یې ماته کړې ده، دا شبکه په افغانستان کې د خونړیو بریدونو په کولو تورنه ده او باور دا دی چې د پاکستان له استخباراتو سره نژدې اړیکې لري.

پاکستان وايي په تېر وخت کې یې د افغانانو ضد، جنګیالیو ته یې پناه ورکړې وه او ویره یې دا ده چې افغانستان به هم د غچ اخیستلو په موخه ورته کار کړی وي.

خو افغانان وايي چې د نوي ولسمشر په راتلو سره یو نوی پړاوو پیل شوی دی. تېره اونۍ ولسمشر غني او صدراعظم نواز شریف په لندن کې تاوده مجلسونه درلودل.

د افغانسان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال جنټن کارپینټر وايي " د افغانستان او پاکستان نوي مذاکرات یو مهم سیمه ییز پرمختګ و. "

شاوخوا یوه میاشت وړاندې ولسمشر غني اسلام اباد ته د خپل رسمي سفر پر مهال د ځینو اقتصادي تړونونو پر لاسلیک کولو سربېره، د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره ځینې ژمنې هم ورکړل شوې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی وايي " موږ د دغو فوق العاده مذاکراتو او ژمنو عملي کېدل غواړو. "

د اوس لپاره افغانستان انتظار کوي چې و ګوري، امریکا او پاکستان څه وکړل؟ ولسمشر غني لا هم د طالبانو سره د خبرو لپاره رسمي تګلاره اعلان کړې نه ده .

افغانستان وايي امریکا اسلام اباد ته د پاکستاني طالبانو د دویم لوړ پوړي مشر لطیف محسود په ورسپارلو کې له کابل سره مشوره نه وه کړې، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړي وویل چې ښايي دا کار د سولې پر خبرو مثبت تاثیر ولري.

دغه سړي چې نوم یې یاد شوی نه دی د رویټرز خبري اژانس ته وویل " د افغانستان د سولې عالي شورا هیله منده ده چې د لطیف محسود سپارل به له پاکستان سره مرسته وکړي چې د سولې د مذاکراتو په ملاتړ خپلې ژمنې عملي کړي. "

یوه پاکستاني چارواکي وویل "له دې هر څه سره سره، ښايي د امریکا لپاره ځینې ناباورۍ لا هم پر خپل ځای پاتې وي. ایا د پاکستان امنیتي څانګې پر افغانستان د هند د نفوذ په اړه اندېښمن دي؟ ایا پاکستان به وکولی شي چې افغان طالبان او د حقاني شبکه وتړي؟ تراوسه امریکا د دغو خبرو کومه عملي نښه لیدلې نه ده. "

دا د رویټرز رېپوټ و چې جعفر هاند ژباړلی و.

XS
SM
MD
LG