د لاس رسي وړ اتصالات

شریف: تروریستان به په نوو نظامي محکمو کې محاکمه شي


د پاکستان صدراعظم نواز شریف وايي چې نوې محکمې به د تروریستانو محاکمه کول چټک کړي.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف وايي چې نوې محکمې به د تروریستانو محاکمه کول چټک کړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف وايي چې مشکوک تروریستان به په نوو جوړو شوو نظامي محکمو کې محاکمه کیږي.

د ښاغلي نوازشریف دا خبره د تیري اونۍ د ښوونځي د زده کونکو د قتل عام په مقابل کې د حکومت د عکس العمل د څرگندولو په حال کې وکړه.

ښاغلي شریف د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه ملت ته وینا وکړه چې د تروریزم سره د مقابلې په اړه یې د کابینې د غړو او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره اوږدې خبري وکړې.

د پاکستان صدراعظم د نظامي محکمو په باب وویل چې «ځانګړې محکمې به د پوځي صاحب منصبانو د نظارت لارندې جوړیږي چې د تروریزم د قضیو څیړل به چټک کړي او هغه خلګ چې مسول دي عدالت ته یې راکش کړي.»

ښاغلي شریف دا ومنله چې په پاکستان کې «پخوا عدلي سیستم نیمګرتیاوي درلودي چې د جنایتکارانو سره یې مرسته کوله چې د سزا نه بچ شي.» هغه وویل چې دا محکمې به د تروریستانو محاکمه کول گړندي کړي.

د پاکستان صدراعظم وویل چې د پاکستاني ماشومانو د وینو توئیدل به ضایع نه شي. هغه وویل چې په پېښور کې د ښوونځي د زده کونکو قتل عام ټول ملت ولړزاوه او دا چې تند لارې باید محوه او نابود شي.

د حکومت د نوي پلان نورې برخې هغه هلي ځلي دي چې په تروریستي ډلو باندي پیسې بندوي او لغوه شوې ډلې له دې نه منع کوي چې نوي نومونه ځانته وټاکي.

صدراعظم نواز شریف وویل چې داسې اقدامات یې په نظر کې دي چې په اساس به یې په پاکستان کې مدرسې ثبت او تنظیم شي.

انتقاد کوونکي وايي چې یو شمیر مدرسې په پاکستان کې تعصب او نه زغم پیدا کوي.

پاکستاني طالبانو ویلي دي چې دوی د دیسمبر د ۱۶ نیټې برید کړی دی چې په نتیجه کې یې ۱۴۸ کسان قتل عام شول. برید د پیښور په یوې ښوونځی باندې وشو. په وژل شوو کسانو کې یې زیاتره ماشومان وو.

پاکستاني طالبانو ویلي دي چې برید یې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ځواب کې کړی دی.

XS
SM
MD
LG