د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د جان کېري د ډاډ سربیره، پاکستان بېا هم د اورپکو ډلو د له منځه وړلو په موخه کومه دوامداره هڅه نه ده کړې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت یوار بېا ګاونډی هېواد پاکستان د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې په دوه ګوني سیاست تورن کړ.
د هند د باندنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل هېواد یې د لشکر طیبه او جهش محمد په نامه د ډلو په وړاندې د پاکستاني حکومت له کړنو راضي ندی.
ښاغلی اکبرالدین وویل "دا چې د امریکا د متحده ایالتونو حکومت د امریکایانو د مالیاتو د پیسو د لگولو په اړه څنگه تصمیم نیسي دا په کلي توگه د هغوی پورې اړه لري. خو هند په دې باور نه دی چې پاکستان دې کوم دوامداره تعهد په ډاگه کړی وي او یا یې د لشکر طیبه او جهش محمد د ډلو، د حقاني د شبکې او تر ډیره حده د القاعده شبکې د اډو او عملیاتو د له مینځه وړلو او یا د هغې د بندلو لپاره کوم موثر اقدام کړی وي."
د امریکا مرستې
متحده ایالات چې له پاکستان سره هر کال په میلیاردونو ډالره پوځي او ملکي مرستې کوي، د خپلو مرستو په بدل کې پر پاکستان شرط ایښی چې له ترهګرۍ سره به غوڅنده مبارزه کوي. پدې لړ کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر، جان کېري د امریکا کانګرس ته ډاډ ورکړی چې پاکستاني حکومت خپله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ جرړلې وباسي.
پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو په خلاف په شمالي وزیرستان او ځينو نورو قبایلي سېمو کې ګڼ شمېر پوځي عملیات ترسره کړي او د نړېوالې ترهګرې په تور په لسګونو کسان یې امریکا ته سپارلي دي.
خو هندي چارواکي بېا دغه خبره نه مني او وايي د امریکا د ډاډ سربیره پاکستان بېا هم له ځینو ترهګرو او اروپکو ډلو سره پټې اړیکې پالي.
د بېلګې په توګه، نوي ډهلي وايي چې حافظ سعید چې د هند حکومت یې د ممبای د ٢٠١١ کال د بریدونو طراح گڼي او نیول یې غواړي په پاکستان کې په آزاده توگه اوسیږي او حتی د هند پر ضد عامه غونډې هم جوړوي.
د افغانستان حالات
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز په افغانستان کې دننه د اورپکو ډلو د واک د پراخیدل ستر گواښ وباله.
ښاغلي اکبرالدین وویل "په افغانستان کې دننه د فعالو ترهگریزو ډلو سره د پنجابي او اردو ژبو عناصرو په زیاتیدو سره مونږ په دې هم پوهیږو چې دغه ډلې همداشان د هند په سفارت او کونسلگریو کې د هندی دیپلوماتانو په گډون د نړیوالې ټولنې غړو ته چې په افغانستان کې کار کوي یو جدي گواښ رامنځ ته کړی دی."
له افغانستان نه د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره د طالبانو د بېا ځواکمنتېا په هکله په سېمه کې اندېښنې راپارېدلي او پدې وروستېو کې مسکو هم وویل په سېمه کې د اورپکو اسلامپالو ډلو له اړخه ډیره اندیښنه لري.
نوي ډهلي پداسې حال کې د پاکستاني حکومت او ترهګرو ډلو د اړیکو په هکله خپل د نارضایتۍ غږ پورته کړې چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ جان کیري هند ته ولاړ شي.
کيري به د جنورې پر ۱۱ د ګجرات د سرمشریزې په غونډه کې ګډون وکړي. ټاکل شوې ده چې امریکايي ولسمشر، باراک اوباما هم د جنورې پر ۲۶ هند ته سفر وکړي.