د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي نړۍ هم د پاریس د مجلې په دفتر برید غندلی دی

په فرانسه کې د شارلي ایبدو په نوم د مجلې په دفتر شوې حمله د نړۍ مسلمان ملکونو هم غندلې ده. د امریکا غږ خبریال ویلیم گالو پخپله راپور کې وايي چې مسلمان د دغې مجلې لخوا د ځینو ناخوښو کارتونونو په خپرولو هم ناخوښي ښودلې ده.

د اسلامي نړۍ مهمو مشرانو او مرکزونو د چارشنبې په ورځ فرانس د شوې خونړۍ حملې غندنه کړیده او دا کار ېې د اسلام د لارښونو ضد کار بللی دی.

د اسلامي علومو ستر او د معتبر مرکز الازهر لخوا دغه حمله یو مجرمانه فعل بلل شویدی. الازهر لخوا جاري شوي بیان کې دا کار د مسلمانانو د احساساتو برخلاف کار یاد شویدی.

د اسلامي همکارۍ ټولنې هم په ارتباط یوه اعلامیه خپره کړیده چې پکې ویل شوی دا قسم ترور او وحشت یوازې د یو مجرم زهنیت نمایندگي کوي. مسلمانان په مجموع کې داسې فکر نه لري.

د اسلامي ملکونو سورېې، عراق،مصر اوسعودي عربستان مشرانو هم د فرانسې په مجله شوې خونړۍ حمله غندلې ده.حتی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دغه پیښه غندلې ده. خو ورسره ېې ویلي دي چې ځیني خلک د بیان د آزادۍ نه غلطه گټه اخلي او د مذهبي شخصیاتو په مقابل کې بې احترامي کوي. د دې خبرې اشاره د نوموړې مجلې هغو کارتونونو ته ده چې وخت په وخت ېې خپاره کړي او د مختلفو مذهبي مشرانو ته منسوب شویدي چې په هغې کې د اسلام پیغمبر ته هم پکې یو منسوب شویدی.

دلته په امریکا کې د شکاگو په ایالت کې د مسلمان امریکایانو د اړیکو د ټولنې محلي مشر احمد راهب وايي چې دی پخپله په دغو خیالي عکسونو دومره احساساتي شوی نه دی څومره ېې چې د دې کار اغیزو ته حیران دی.

هغه وايي«زما په فکر موږ په یوه شریکه ټولنه کې ژوند کوو. نو باید د بیان آزادي د بل چا په زړه بداوي او د مقدسو شخصیاتو په سپکاوی تمامه نه شي او که چرې داسې عمل وشي نو بیا تشدد او وژنه ېې مناسب ځواب نه دی.»

د اسلامي همکارۍ ټولنې هم په ارتباط یوه اعلامیه خپره کړیده چې پکې ویل شوی دا قسم ترور او وحشت یوازې د یو مجرم زهنیت نمایندگي کوي. مسلمانان په مجموع کې داسې فکر نه لري.
د اسلامي همکارۍ ټولنې هم په ارتباط یوه اعلامیه خپره کړیده چې پکې ویل شوی دا قسم ترور او وحشت یوازې د یو مجرم زهنیت نمایندگي کوي. مسلمانان په مجموع کې داسې فکر نه لري.

بلخوا ځینو مسلمانانو دا دریځ نیولی چې مسلمانان باید د مذهب په نوم هر افراطي عمل په مقابل کې یو صریح دریځ ونیسي.

د قطر یو خبریال عبدالله العطبه القطري په مسلمانانو غږ کړیدی چې دوي باید د هغه عمل په مقابل کې بخښنه ونه غواړي،کوم عمل چې دوي کړی نه دی.

خو بلخوا په ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر کې ځنیو سخت دریځو بیا دا هم لیکلي چې موږ د خپل پیغمبر بدل اخلو او پاریس سوزي.

په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې لخوا اداره کیدونکي راډیو دغه حمله کونکي قهرمانان بللي چې د اسلام د پیغمبر بدل ېې اخیستی دی.

تر اوسه هیچا هم د پاریس په دغه مجله د حملې مسولیت نه دی منلی. دا حمله په داسې وخت کې شویده چې د اسلامي دولت د ډلې غړیو یا ملاتړ کونکو په مختلفو ځایونو بریدونه کړیدي.

XS
SM
MD
LG