د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني وزیر: سعودي اسلامي هیوادونه بې ثباته کوي


د پاکستان د فدرالي حکومت وزیر، ریاض حسین پیرزاده وايي سعودي اسلامي نړۍ بې ثباته کوي
د پاکستان د فدرالي حکومت وزیر، ریاض حسین پیرزاده وايي سعودي اسلامي نړۍ بې ثباته کوي

د پاکستان د فدرالي حکومت یو وزیر د سعودي عربستان پر حکومت تور لګولی چې اسلامي هیوادونه، د پاکستان په شمول، بې ثباته کوي. هغه ویلي دي چې سعودي عربستان دغه کار نورو اسلامي هیوادونو ته د هغه پیسو د استولو له لارې کوي چې د «خپلې ایډیالوژۍ د خپرولو» لپاره یې مصرفوي.

د پاکستان د فدرالي حکومت د صوبو ترمنځ د همکارۍ وزیر، ریاض حسین پیرزاده د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې وویل چې وخت یې دی چې د سعودي عربستان د دغه کار مخه ونیول شي.

پیرزاده د پاکستان تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې په سعودي عربستان د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې تور لګوي.

د پاکستان د فدرالي حکومت دغه وزیر په سعودي عربستان تور ولګاوه چې وهابي مذهب د خپراوۍ لپاره پورونه او نورې مرستې ورکوي.

پیرزاده داسې وخت دغه څرګندونې کړیدي چې پاکستان هڅه کوي چې په خپل هیواد کې د تروریزم خلاف د اولسونو ملاتړ جلب کړي.

د پاکستان حکومت دغه کار ورسته له دې نه کوي چې طالبانو په پيښور کې پر یو ښوونځی برید وکړ. په برید کې ۱۵۰ کسان ووژل شول چې زیاتره یې زده کوونکي وو.

د پاکستان د حکومت دریځ

د پاکستان حکومت د پیرزاده د بیان په اړه عکس العمل نه دی ښودلی، خو د پاکستان د پارلمان ځینو غړو یې په اړه تعجب څرګند کړ.

د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د خلګو استازی او د مسلم لیګ د حاکم ګوند غړي، رانا محمد افضل د امریکا غږ اردو څانګې ته وویل چې د پیرزاده بیان حیران کړی دی.

ښاغلي افضل وویل چې «په حقیقت کې دغه د ګوند د پالیسۍ استازیتوب نه شي کولای، دغه غیردیپلوماتیک بیان دی.»

د مسلم لیګ د حاکم ګوند غړي رانا محمد افضل زیاته کړې ده چې «که چېري د سعودي عربستان په خلاف شکایت لرو، نو دغه یې طریقه نه ده چې د ګوند یو وزیر، چې حتا په بهرنیو چارو کې کوم نقش هم نه لري، په دې اړه خبرې وکړي.»

سعودي عربستان د پاکستان نږدې ملګری هیواد دی او پاکستان په ښکاره دا منلې ده چې سعودي عربستان یې ملاتړ او مرسته کوي.

تیره اونۍ د پاکستان صدراعظم نوازشریف ریاض ته تللی و چې د سعودي عربستان د ناروغ پاچا پوښتنه وکړي.

نوازشریف د سعودي عربستان د ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز السعود سره خبرې وکړي. دا تر یو کال نه په لږ وخت کې د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دریېمه غونډه وه.

سعودي څومره پیسې استوي؟

دا نه ده معلومه چې سعودي عربستان په بهر کې څومره پیسې پر مذهبي تعلیماتو، ښوونځيو، مسجدونو او نورو مذهبي فعالیتونو باندې لګوي.

د سعودي حکومت دا نه دې ویلي چې څومره پيسې یې په دې برخې کې مصرف کړي دي. خو دا ویل کیږي چې سعودي د کاله تخمینا د دوو نه تر دریېو میلیاردو ډالرو پورې پيسې د سعودي نه بهر په مذهبي فعالیتونو لګوي.

انتقادکوونکو د ډیر وخت راهیسې دا شکایت کوی چې سعودي عربستان په هغو هیوادونو کې چې مسلمانان یې منځلارې دي وهابي مذهب ترویجوي چې دغه د دې سبب ګرځي چې یوشمیر کسان تندلارې شي.

پیرزاده د سعودي عربستان په اړه د څرګندونو نه ورسته، د امریکا غږ د اردو د څانګۍ سره په مرکې کې وویل چې هر کس په نورو هیوادونو کې د سعودي عربستان د نفوذ نه خبر دی او «ما خو کومه خرابه خبره نه ده کړې؟» هغه زیاته کړه چې «دا یو تریخ حقیقت دی.»

XS
SM
MD
LG