د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري: د ایران سره تر اوسه هیڅ معامله نده شوې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي واشنګټن د ایران د اتومي پروګرام پر سر هیڅ داسې موافقه نکوي چې د ایران نه د اتومي بم د جوړولو قابلیت پکې اخیستل شوی نه وي.

جان کیري دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د د نړۍ د څو نورو مشرانو سره په خبرو کې کړیدي. دغه مشران سویس ته روان دي چې د ایران د اتومي پروګرام جنجال ته د حل یوه لار پیدا کړي.

د ایران او نړۍ د شپږو قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د خبرو دا رونډ په سویس کې پداسې حال کې پیل کیږي چې د امریکا د کانګریس د غړیو تر منځ د ایران سره د اتومي موافقې پر سر اختلافات پیدا شویدي.

تمه کیږي چې د اسرایل صدراعظم بینجامین نیتن یاهو به کله چې د امریکا کانګریس ته وینا کوي، د ایران د اتومي جنجال پر سره به حتماً خبرې کوي او پدې هکله به خپل نظر څرګند کړي. د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پدې مسلې خبر دی.

جان کیري پدې ټینګار کوي چې " د اسرایل امنیت د ایران سره په ټولو خبرو اترو کې مهم ټکی دی. " جان کیري وایي " د ایران سره هر ډول تړون چې کیږي، له مخې به یې ایران دیته نه پریښودل کیږي چې هغه مواد جوړ کړي چې اتومي بم ترې جوړیدای شي، که هغه مواد یورانیم، پلوټونیم او یا نور پټ فعالیتونه وي. "

کیري وایي دغه کارونه یوازې په هغه صورت کې کیدای شي چې د ایران سره هر اړخیزه موافقه وشي.

" مونږ خرابه معامله نه منو، مونږ دا خبره پخوا هم کړیده چې د خر ابې معاملې نه بهتره دا ده چې هیڅ معامله ونشي ځکه خرابه معامله کارونه خرابوي او نور یې هم خطرناک کوي. د ایران سره هره معامله چې مونږ کوو، هغه به نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول اسرایل نسبت اوسني وضعې ته نور هم خوندي او مصؤنه کړي. زمونږ دریز همدا دی. "

د امریکا د کانګریس یو شمیر غړي پدې باور دي چې که چیرته په ایران سخت بندیزونه ولګول شي ، نو دغه هیواد به مجبوره شي چې د خپل اتومي پروګرام نه لاس واخلي ، خو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري بیا د دې تګلارې مخالفت کوي. دی وایي چې یوازې بندیزونه د حل لار نده.

جان کیري وایي " ایران باید ټینګه ژمنه وکړي او دا ثابته کړي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی. " جان کیري د اسرایل د صدراعظم بینجامین نیتن یاهو هغه څرګندونې هم رد کړلې چې ویلي یې دي، د ایران سره د اتومي جنجال د موافقې په ځینو مشخصو مادو مخکې د مخکې موافقه شویده.

" تر اوسه هیڅ معامله نده شوې، حتی نسبي معامله نده شوې. که چیرته ایران سختې او ضروري پریکړې ونه کړي نو هیڅ معامله به ورسره ونشي. او که تاسو ته چا د دې معاملې په اړه بل څه ویلي وي، نو هغوي سم معلومات نلري. اوس مونږ هغو رپوټونو اندیښمن کړي یو چې وایي د ایران سره د تړون په ځینو برخو به په راتلونکو ورځو کې عام بحث وشي.

جان کیري وایي که دا کار وشي نو د ایران سره به هغه شان موافقه ونشي چې اسرایل او یو شمیر نور هیوادونه یې غواړي. ښاغلی کیري به د نړۍ د شپږو قدرت لرونکو هیوادونو او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف سره پدې اړه نورې خبرې او ملاقاتونه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي چې " ټیم یې د هغو مسلو پر سر هم جدی کار کوي چې هدف یې د دې خبرې یقیني کول دي چې د ایران پروګرام په بشپړه توګه د سوله ایزو اهدافو لپاره دی.دی وایي چې پدې برخې کې پرمختګ شوی خو لا هم ډیر کار پاتې دی چې باید وشي. او زیاتوي چې وخت لږ پاتی دی. "

XS
SM
MD
LG