د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي پروگرام په سر مذاکرې حساس پړاو ته رسیدلي


د ایران د اتومي پروگرام په سر د دغه هیواد او د شپږو ځواکمنو هیوادونو خبرې په سویس کې په داسې حال کې روانې دي چې یوې وروستۍ پریکړې ته د رسیدو مهلت مخ په ختمیدو دی.

یو غربي دیپلومات د خپل نوم د نه اخیستو په شرط، د سویس په لوزان ښار کې خبریالانو ته وویل چې ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو تر اوسه پورې په دې هکله هوکړې ته ندي رسیدلي چې لومړی؛ موافقه به تر کله دوام وکړي، دویم؛ څومره ژر به پر ایران لگیدلي اقتصادي بندیزونه لرې شي، دریم؛ او که چېرې ایران د موافقې له مقرراتو څخه سرغړونه وکړي، نو بندیزونه به بیرته څنگه ولگول شي؟

خو دغه دیپلومات په دې خبرې ټینگار وکړ چې د سې شنبې د ورځې تر ماښامه پورې باید له ایران څخه د هو او نه ځواب واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایرک شولتز چې د دوشنبې په ورځ خبریالانو سره خبرې کولې وویل امریکایي چارواکي په سویس کې په پرله پسې ډول خبرې کړي دي او تر وروستي شېبې پورې به دوام وکړي.

دیپلوماتان هیله لري چې د سې شنبې تر ورځې پورې داسې یو کاري چوکات جوړ کړي څو ډاډه شي چې ایران اتومي وسلې نه جوړوي او د دې په بدل کې به له ایران نه هغه بندیزونه لرې کړي چې د هغه هیواد اقتصاد ته یې تاوان رسولی دی.

د سویس ملاقات

له څو ورځو راپدیخوا ایراني چارواکو او د پنڅه جمع یو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې هیله خبرې اترې وکړې چې د ایران د اتومي پروگرام په سر یوې موافقې ته ورسیږي.

چارواکي وایي دواړو خواوو ځیني پرمختگونه کړي چې ایران د یورانیمو د غني کولو په کچې د لا زیات کموالي په غوښتنې غور کوي. خو په دې برخې کې یې ځان په شا کړی چې تر کوم وخت پورې هغه تکنالوژي محدوده کړي چې اتومي وسلې جوړولای شي.

چارواکو وویل چې د تحقیق او انکشاف په سر د اختلاف نظر سره سره، په دې خبرې لا هم اختلافات پاتې دي چې د ایران خلاف اقصادي بندیزونه څومره او په څومره وخت کې لري شي.

د ایران د بهرنیو چاور وزیر جواد ظریف نن دوشنبې په سویس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هوموند، د چین د بهرنیو چارو وزیر ونگ یي، د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لافروف او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک شتاین مایرسره لیدنه وکړه

نن دوشنبې ناوخته بیا به دغه چارواکې خپلو خبرو اترو دوام ورکوي څو سبا سې شنبې د ټاکلي شوي مهلت نه مخکې یوې موافقې ته ورسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یو جگپوړي چارواکي نن دوشنبې وویل چې تر اوسه پورې په دې مسلې باندې پریکړه نده شوې چې څنگه ایران خپل موجود غني شوي یورانیم د هغو راپورونو وروسته له منځه یوسې چې ایران اشاره کړې وه چې غواړي دغه مواد روسیې ته ولیږي.

دغه چارواکي وویل چې د غني شوي یورانیمو لیږدل یو له هغو مهمو موضوعگانو څخه و چې دواړو هیودانو ورباندې له میاشتو راهیسې خبرې اترې کولې.

تیر ملاقاتونه

نن دوشنبې د لوړې کچې، د خبرو اترو مخکې، د اروپایي اتحادیې د بهرني پالیسې مشره فردریکا موغیرني د پنڅه جمع یو هیوادنو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه غونډه راوبلله. که څه هم استازو د خپلو بحثونو په هکله په عام محضر کې خبرې ونکړې خو د یکشنبې په ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر وویل هغه تمه لري چې مذاکرات به شدید او جدي وي.

ښاغلي شتاین مایر زیاته کړه "دلته ځیني عناصر نشته چې مونږ هغه لازمه امنیت ته راولي چې ورته ضروروت لرو. د دې لپاره مونږ انعطاف پذیری او نرمښت ته ضرورت لرو په خاصه توگه د ایراني اړخ څخه، او دا تر اوسه پورې راته نه دي راکړل شوي. په دې هکله باید خبرې وشي. خو له ایران څخه زه دا انگیرلی شم چې هغوي چمتو دي، دا مذاکرات پای ته ورسیږي."

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر فلیب هوموند د یکشنبې په شپه وویل چې کیدای شي په څو ساعتونو کې دننه د ایران سره یوه اتمي جوړجاړي ته ورسیږي خو داسې معامله باید وشي چې د ایران اتومي بم ته لاس رسی ونلري.

ښاغلي هوموند زیاته کړه "مونږه ځکه دلته یو چې باور لرو یوې معاملې ته به ورسیږو. دا د ټولو په گټه ده چې یوې جوړجاړي ته ورسیږو. خو داسې یوه معامله باید وشي چې ایران ونشي کړای اتومي بم جوړ کړي. په دې هکله هیځ جوړجاړی نشو کولای."

د ایران د اټومي پروگرام په سر خبرې اترې - مارچ ٣٠
د ایران د اټومي پروگرام په سر خبرې اترې - مارچ ٣٠

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست وایي ایران باید نړیوالې ټولنې ته واضح ځواب ورکړي.

هغه وویل "بلاخره ایران باید نړیوالې ټولنې ته واضح پیغام ورکړي چې ایا غواړي جدي ژمنه وکړي او دغو ژمنو باندې ټینگ ووسي که نه چې هڅه به نه کوي چې اتومي وسلې جوړې کړي. که چېرې دا ژمنې پوره کولی شي نو د مارچ تر پایه پورې کولای شي."

ایران هم د خپل اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د اقتصادي بندیزونو، پای ته رسیدل غواړي خو نړیوالې ټولنې ویلي دي چې غواړي دا کار په پړاونو کې ترسره شي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فبیوس د شنبې په ورځ وویل په دې هکله اندیښنه لري چې د ایران د اتومي فعالیتونو د کمولو څار به څنگه وکړي.

ایران له پخوا راهیسې د اتومي وسلو جوړول رد کړي او په دې ټینگار کوي چې اتومي پروگرام یې یوازې او یوازې د ملکي موخو لپاره ده.

XS
SM
MD
LG