د لاس رسي وړ اتصالات

کارټر وايي چین مو دوست ندی خو دښمني هم ورسره نلرو


د امریکا د دفاع وزیر آشټن کارټر د اسیا ارام سمندر هیوادونو ته د یوې اونۍ د سفر په ترڅ کې ټوکیو ته رسیدلی دی، د هغه دغه سفر به په سیمه کې د امریکا د پوځ د توازن په بیا برابرولو باندي مترمرکز وي

آشټن کارټر ژمن دی چې امریکا به د خپل ملگري هیوادونه جاپان او جنوبي کوریا سره همکاري او ملاتړ جاري وساتي. چې پکې د اسیا د ارام سمندر هیوادونه سره سیاسي او پوځي مرسته شامله ده.

کارټر به د دغه سفر په دوران کې ټوکیو ، سیول، او په هانولولو کې د امریکا د ارام سمندر قوماندانۍ مرکز ته ورشي. امریکا او چین دواړه په دغه سیمې کې د نفوذ کوشش کوي

کارټر وایي "چین او امریکا ملگري هیوادونه نه دي خو مونږ دښمنۍ ته هم ضرورت نه لرو"

شیلا سمت چې د جاپان او چین د اړیکو په هکله یې کتاب لیکلی، وایی چې جاپان به په چین نظر ساتي په داسي حال کې چې جاپان د امریکا سره د دفاع په معاملې کې خپلې اړیکي پراخوي.

" جاپان د چین گاونډی هیواد دی. او امریکا په جاپان کې ٥٠ زره پوځونه لري، او مونږه دغه قدرتمند هیواد د نژدې نه څارو ، چین هم په خپل پوځي وړتیا زیاتولو کې بوخت دی"

د چین او جاپان تر منځه د ختیځ چین د سمندر په سیمه باندي جنجال موجود دی، او دا په سیمه هم منفي اغیز کوي.امریکا او چین دواړه د اسیا د ارام سمندر په سیمې د نفوذ کوشش کوي.

کارټر دا هم ویل چې امریکا به په راتلونکي لسیزي کې د اسیا د ارام سمندر په سیمې کې د تجارتي اړیکو ښو کولو لپاره ١٢٣ ملیارده ډالره مصرف کړي

XS
SM
MD
LG