د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ٢٠١٦ ولسمشرۍ انتخاباتو ته تیاری پیل شوی


امریکا کې را روان کال ٢٠١٦ د انتخاباتو کال دی. د امریکا د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو نه مخکې راېې ورکونکي په دې نظر دي چې د امریکا خارجه پالیسي به په دغو انتخاباتو ډیرې اغیزې ولري. په ځانگړې توگه د اسلامی دولت د ډلې راپورته کیدل او د ایران د اتومي پروگرام موضوع.

د امریکا په سنا کې د فلوریډا سناتور مارکو روبیو وايي چې دې کیدی شي چې دې دوشنبې د جمهوري ریاست دپاره کاندید کیدل اعلان کړي او په همدې مهال د امریکا په سنا کې د بهرنیو چارو د پالیسۍ په اړه خپل کارونه یاد کړي.

د امریکا اوسني واکمن گوند دیموکرات گوند لخوا یو قوي کاندید کیدی شي چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره میرمن هیلري کلنټن ووسي. میرمن کلنټن کیدی شي ډیر زر د کاندید کیدو اعلان وکړي.
د امریکا اوسني واکمن گوند دیموکرات گوند لخوا یو قوي کاندید کیدی شي چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره میرمن هیلري کلنټن ووسي. میرمن کلنټن کیدی شي ډیر زر د کاندید کیدو اعلان وکړي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا دوه سناتورانو تراوسه د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو دپاره د کاندید کیدو اعلان کړیدی چې یو پکې ران پاول چې د کنټیکي ایالت دی او بل ټیډ کروز دی چې د ټیکساس سناتور دی. دوي هم خپلو برنامو کې د امریکا بهرنۍ پالیسۍ ته ډیر ارزښت ورکړیدی.

سناتور پاول په دې نظر دی چې باید د امریکا عسکر د اوږدې مودې دپاره نورو ملکونو کې ماموریت ونه لري او د امریکا بهرنۍ مرستې هم باید محدود ووسي.

هغه وايي« زما په نظر دا به ډیر مهمه وي چې موږ د نورو ملکونو د قام جوړونې په ځای دې ته پام وکړو چې د خپل کور دفاع مو بې سارې شي.ناقابل شکست شي او هیڅ عیب ونه لري.

سناتور پاول پخوا د ایران سره د اتومي پروگرام په سر د خبرو طرفدار و،خو اوس وايي چې د امریکا حکومت چې دایران سره د اتومي پروگرام په سر هره معامله کوي، باید چې د ایران د اتومي وسلو د جوړولو وړتیا او لیوالتیا ختمه شي.

سناتور ران پاول په هغو ۴٧ امریکايي سناتورانو کې هم شامل و چې د ایران مشرانو ته ېې خط استولی او لیکلی وو چې که چرې دوي د اوسني حکومت سره کوم تړون وکړو،نو راتلونکی امریکايي ولسمشر به ېې بیرته فسخه کړي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا دوه سناتورانو تراوسه د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو دپاره د کاندید کیدو اعلان کړیدی. چې یو پکې ران پاول چې د کنټیکي ایالت دی
د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا دوه سناتورانو تراوسه د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو دپاره د کاندید کیدو اعلان کړیدی. چې یو پکې ران پاول چې د کنټیکي ایالت دی

ځیني محافظه کاره طرفونه چې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه د سناتو ران پاول دریځ یو څه نرم گڼي، دوي د خپل یو تلویزون دلارې د هغه دغه دریځي غندي.

د ټیکساس سناتور ټیډ کروز بیا د ولسمشر اوبامه د بهرنۍ پالیسۍ نه راضي نه ښکاري او وايي چې د اسلامي دولت د ډلې او د ایران د اتومي پروگرام مقابل کې باید سخت دریځ ونیول شي.

هغه وايي«داسې یو ولسمشر باید وي چې هغه د اساسي قانون پاسداري کوي او وايي چې په هیڅ حالت کې به ایران ته د اتومي وسلو لرلو اجازه ورنکړي.

امکان لري چې د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا راتلونکو میاشتو کې ځینی نور مهم مشران هم د کاندید کیدو اعلان وکړي. چې دې کې یو په ملگرو ملتو کې د امریکا پخوانی سفیر جان بولټن شامل دی. هغه وایي چې په تیر یو کال کې د امریکا بهرنۍ پالیسي ډیره مهم پړاو کې داخله شوې.

هغه وايي«زه فکر کوم چې زموږ د کانگرس په دې تیرو انتخاباتو کې هم خلکو د بهرنۍ پالیسۍ په اساس راې ورکړې او همدغه مفکوره د کال ٢٠١٦ په انتخاباتو کې نوره هم قوي او پراخه شي.

د جمهوري غوښتونکي گوند د کاندیدانو ملاتړ کونکي د گوند دننه انتخاباتو کې او هغې نه پس دویمه دوره کې هم په بهرنۍ پالیسي ډیر مهم عنصر گڼي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا دوه سناتورانو تراوسه د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو دپاره د کاندید کیدو اعلان کړیدی. چې یو هم پکې ټیډ کروز دی چې د ټیکساس سناتور دی.
د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا دوه سناتورانو تراوسه د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو دپاره د کاندید کیدو اعلان کړیدی. چې یو هم پکې ټیډ کروز دی چې د ټیکساس سناتور دی.

د ټي پارټي په نوم د امریکا د یو دریمې ډلې غړی سکاټي نیل هیوز وايي چې «دا وخت موږ د نړۍ په څلورو مهمو برخو کې یو څه مشکل مخ په زیاتیدو ویني، . داسې بریښي چې موږ انتظار کوو چې دغلته څوک اور ته تیلی ورته کړي او بیا یو داسې ولسمشر ته ضرورت ولرو چې هغه مخکې شي او د چاودنې نه پس حالت کنټرول کړي.

خو بیا غړی پیټر براون وايي چې د انتخاباتو په ورځو کې زیاتره راېې ورکونکي اقتصادي مسلو ته گوري.

هغه وايي« د اقتصاد نه غټه بله مسله نشته .که وي هم خو اصل مشکل د خلکو اقتصادي مشکل رفع کول ّی. یو څه تشویش به د بهرنۍ پالیسۍ باره کې هم خو چق اقتصاد ښه وي نو خلکو نورو کیسو پسې نه گرځي. خو اول د خلکو کار روزگار مهم دی.

په داسې حال کې چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې د بهرنیو چارو پالیسي ډیر ارزښت لري، د امریکا اوسني واکمن گوند دیموکرات گوند لخوا یو قوي کاندید کیدی شي چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره میرمن هیلري کلنټن ووسي. میرمن کلنټن کیدی شي ډیر زر د کاندید کیدو اعلان وکړي.

XS
SM
MD
LG