د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د جنرال کریمي تود هرکلې شوی دی


د پاکستان په سفر کې د افغانستان د اردو لوی درستیز جنرال شیرمحمد کريمي د خپل پاکستاني انډول جنرل راحیل شريف سره لیده کاته کړي دي. د پاکستان د ځواکونو د مطبوعاتو څانگه ي ایس پي آر) واېي چې دواړو لویو درستیزانو په دوه اړخیزو پوځي اړيکو، د گډې پلې په امنيت او د ترهگرو خلاف په گډو هڅو باندي گټورې خبرې کړي دي.

د پاکستان د ځواکونو یوه پخواني افسر او د دفاعي چارو څیړونکي جنرل طلعت مسعود ډیوې ریډیو ته ویلي دي، چې پاکستان ته د سفر په وخت د ښاغلي کریمي تود هرکلې شوې دی او دا ځکه چې په سياسي اړيکو برسیره پوځي اړيکي هم اوس سمې شوي دي. ښاغلې مسعود واېي " افغانستان پخوا د پاکستان په اړه ډیر شکونه درلودل خو اوس په اړيکو کې یو بې مثاله بدلون لیدل کیږي. د هغه وخت را پدې خوا چې اشرف غني جمهوررئیس شوې دی نو د پاکستان لخوا نه هم په روابطو کې بدلون راغلې دی."

ښاغلې کريمي د پاکستان په سفر کې د پوځي مشرانو سره ليدو کتو نه علاوه د ایبټ اباد په پوځي اکیډمۍ کې د تازه تربیه شوو عسکرو د فارغیدو په مراسمو کې خاص میلمه دی. ښاغلې مسعود واېي دا خبره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو بې مثاله نزدې والې ثابتوي "د افغانستان د ځواکونو د مشر د پاکستان د ځواکونو دغو مهمو مراسمو ته دخاص میلمه په توگه رابلل لویه معنا لري". د پاکستان په پوځي اکیډمۍ کې دافغانستان عسکر هم تربیه شوي دي.

په پېښور کې وتلې خبریال او څیړونکې اسماعيل خان واېي که څه هم چې دې تازه لیدو کتو ته افغانستان ډیر خوش بينه دی خو پاکستان لا خپل پخواني لوظونه ورسره پاللي نه دي- اسماعيل خان واېي " سره ددې چې په افغانستان کې ډیره زیاته خوش بينی موجوده ده ،خو د روان کال د فرورۍ په میاشت کې کابل ته د جنرل راحیل شريف د سفر په وخت ډیر لوظونه شوي وو خو دافغانستان دغه چارواکی تر اوسه په دې طمع دي چې پاکستان به کله خپل لوظونه تر سره کړي". اسماعيل خان هم دا اونۍ د کابل سفر کړې ؤ او هلته ېی د پوځي او سیاسي مشرانو نه علاوه د عامو افغانانو سره هم خبرې کړې وې.

په ورستیو کلونو کې د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي او پوځي مشرانو په پاکستان باندي سختې نیوکې کولې. د افغانستان مشرانو تور لگاوه چې پاکستان په خپله خاوره کې شرخوښو نکو ته پناه ورکړې ده او هغوی د هغه ملک نه په افغانستان کې حملې کوي. پاکستان تیر کال د جون په میاشت کې دافغانستان پلې ته نزدې په خپله قباېلي سيمه - شمالي وزیرستان کې دترهگرو په ضد پوځي عملیات وکړل- د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحيل شريف او صدراعظم نواز شريف په خپلو بیلو بیلو ویناگانو کې دا بیا بیا تکرار کړې ده چې پاکستان اوس په خپل هیواد کې د ټولو تر هگرو په ضد یو شان عملیات کوي او واېي په خپل گاونډي هیواد کې هم امن غواړي- اوس دا سوال مهم دی چې پاکستان ته د جنرال کریمي سفر به د دواړو ملکونو په اړيکو کې څه لوی بدلون راولي که نه؟ خو په ظاهره داسې معلومیږي چې د دواړو هیوادونو مشران تر هگرو ته د ماتې ورکولو په اړه سره یو شوي دي.

واشنگټن ډي .سي (رحمان بونیری))

XS
SM
MD
LG