د لاس رسي وړ اتصالات

په بالټیمور کې بیا سوله ایزې مظاهرې شویدي


په بالټیمور کې د دوشنبې راهیسې خلک مظاهرې کوي
په بالټیمور کې د دوشنبې راهیسې خلک مظاهرې کوي

پرون د چهارشنبې په ورځ څه د پاسه یوزر تنو د بالتیمور د ښار په مرکزي سیمه کې مظاهره وکړه او د پولیسو کمیشنر هغه یوه ډیره سوله ایزه مظاهره وبلله چې په کې د امریکایانو د پاره دزیات عدالت غوښتني وشوې.

مظاهره کونکو د بالتیمور د ښار د اورگاډي د لوی سټېشن نه د ښاروالي په خوا حرکت وکړ او د افریقایي امریکایانو په مقابل کې یې د پولیسو د سلوک او رویې په اړه اعتراضونه کول.

نوري مظاهرې په واشنگټن او نیویارک کې شوي دي چې پولیسو په کې ځیني کسان نیولي دي.

په ټول ښار کې د شپې له خوا په گرځیدو را گرځیدو باندي بندیز لا تراوسه نافذ دی، خو پرون د چهارشنبې ورځ په بالتیمور کې د عادي ورځي په شان وه. تردې مخکې خلکو د یوه تورپوستي ځوان د جنازې اخیستلو په وخت مظاهرې پیل کړې چې دوې ورځي یې دوام وکړ. هغه د پولیسو په توقیف کې مړسوی و.

بس موټرونه او ښاري اورگاډي بیا د خلکو ډکي وې او حکومتي ښوونځي پرانیستل شوي وو. د بالتیمور سیمفوني آرکیسټرا په آزاده هوا کې وړیا کانسرټ ورکړ.

د میري لینډ گورنر ( لیري هاگن) اعلان وکړ چې دغه ښار نور آرام او محفوظ دی. هغه د خلکو د هستوگني ځینو سیمو ته ورغی چې بلواگانو ځپلي وې او د خلکو سره یې خبري وکړې. هغه وویل چې د شپې له خوا په گرځیدو باندي بندیز شخړي او جگړې آرامي کړي دي.

بلوا کونکو د دوشنبې په ورځ د ( فریډي گرې) د جنازې نه وروسته مغازو او موټرو ته اورونه واچول او یو مارکېټ یې چور او تالان کړ. ٢٥ کلن تورپوستی ځوان د دې میاشتي په سرکې وروسته له هغه مړ شو چې د پولیسو په قید کې یې ملا زخمي شوې وه.

پولیسو کله چې هغه ونیو نو یې د وان موټر شا ته ور وغورځاوه. هغوی هغه په دې وان کې زندان ته ورساوه او د موټر د چوکۍ کمربند یې چې ضروري دی ور ونه تاړه او د طبي مرستي د پاره یې د هغه غوښتنه ونه منله.

XS
SM
MD
LG