د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: لوېدیځ دې پر ځېنې شرطونو ټینگار نه کوي


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني

ټاکل شوې ده چې ایران او لوېدیځ د جون تر 30 نېټې د ایران د اټومي پروګرام په اړه موافقه لاسلیک کړي خو پر ځینو ټکیو باندې اختلاف شته.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د نړۍ هغو سترو قدرتونو ته چې د دوی سره د اتومي پروگرام په اړه مذاکرات کوي، خبرداری ورکړی چې په هره مسله دې ډیر ټینگار نه کوي، کنې موافقه به په وروستۍ ټاکل شوې نېټه چی د جون 30 ده، سرته ونه رسیږي او په خطر کې به ولویږي.

جمهور رئیس حسن روحاني د شنبې په ورځ په تهران کې وویل چې موافقې ته نژدې شوې دي خو ځینې ټکي لا تر اوسه حل نه دي.

روحاني وویل" چېزموږ مذاکرات په جدي ډول د موافقې په لور روان دي، خو که چیرې مقابل لوری د ایران د ولس د حقونو درناوی وکړي، زموږ ملي گټې په نظر کې ونیسي، او له حده ډیرې غوښتنې ونکړي، فکر کوم چې د موافقې کیدل امکان لري ".

تفتیش

په ایران کې د اتومي بټیو او د نظامي مرکزونو د ساینسي څیړنو د مرکزونو د تفتیش د څرنگوالي موضوع حل نه ده. د ایران اخوندانو دا خبره په ډاگه کړې ده چې د دوی له اجازې پرته هیڅوک د نظامي مرکزونو څخه لیدنه نه شي کول.

لویدیځ په دې اند دی چې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشین باید ددې حق ولري چې هر کله یې وغوښتل د ایران د څیړنیزو مرکزونو لیدنه وکړي.

اوس داسې ویره پیدا شوې ده چې که د اتومي تجهیزاتو د تفتیش پر موضوع چې د متحده ایالاتو او اروپا دپاره ډیره مهمه ده، دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینگار وکړي، نو د موافقې لاسلیک کیدل به اسان کار نه وي.

مذاکرات په ویانا کې کیږي او تمه ده چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري به هم پکښې ګډون وکړي.

ښاغلي کیري د روغتون څخه د وتلو په وخت خبریالاتو ته وویل چې "زه په بشپړه توگه په خبرو کې ورگډ یم. زه اوس هم په کښي دخیل یم. په مناسب وخت به په څو ورځو کې سفر وکړم چې د خبرو اترو په دې حساس وخت کې موافقې ته د رسیدلو په لور کار وکړو. "

ښاغلی کیري تیره عیسوي میاشت په فرانسې کې د بایسکل څخه لویدلی و او پښه یی ماته شوې وه.

هغه د درملنې د پاره بیرته متحده ایالاتو ته راغلی. ښاغلي کیري اوس بیا د مذاکرتو لپاره ویانا ته ځي خو دا مالومه نه ده چې دی به د مذاکراتو د دوو لوریو په رانژدې کولو کې څومره موثر نقش ولوبوي.

XS
SM
MD
LG