د لاس رسي وړ اتصالات

اوریگان پوهنتون کې لس کسان ووژل شول


Hannah Miles, center, is reunited with her sister Hailey Miles, left, and father Gary Miles, right, after a shooting at Umpqua Community College in Roseburg, Oregon, Oct. 1, 2015.
Hannah Miles, center, is reunited with her sister Hailey Miles, left, and father Gary Miles, right, after a shooting at Umpqua Community College in Roseburg, Oregon, Oct. 1, 2015.

له هغه ورسته چې د امریکا متحده ایالاتو د اوریگون ایالت په یوه پوهنتون کې یوه وسله وال کس لږ تر لږه ١٠ کسان ووژل او ٢٠ کسان یی ټپیان کړل ولسمشر باراک اوباما د امریکا د کانگرس څخه غوښتنې چې د وسلو په اړه دی د منطق په اساس یو قانون تصویب کړې. ولسمشر اوباما وویل "په امریکا کې یو وار د وسلو د لاری ډلی ایزه وژني شوي او دی وار د اوریگون په یو ټولنیز پوهنځي کې دا پیښه شوې، خو لکه چې ما د څو میاشتو له مخي ویلې وو ، او له هغه مخکي مو هم څه میاشتې له مخي ویلی وو او هر واره چې مو داسي ډله ایزي وژني ووینو ، زموږ دعاوي او فکرونه بس نه دی."

بارک اوباما چې غمجن ښکاریده په سپنې ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل د امریکایانو اکثریت چې هغه کسان هم پکښې شامل دي قانوني وسله لري سخت قوانین غواړي. اوباما زیاته کړه "موږ د زمکې په سر یوازینی هیواد نه یو چې داسې کسان لرو چې روحي ناروغي لري او یا چې غواړي نورو ته تاوان ورسوي، خو موږ داسي یو پرمختللی هیواد یو چې دا ډول پښی د هر څو میاشتو ورسته ووینو."

اوباما د رایه ورکونکو نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې دا په یاد ولري چې څوک د وسلو د قوانینو ملاتړی دی او څوک یی مخالفت کوي.

تراوسه لا د اورگون ایلات د روزن برگ اومکوا کالج د پیښې پوره تفصیلات نه دی څرگند.

XS
SM
MD
LG