د لاس رسي وړ اتصالات

اف بي آی د کالیفرنیا برید د ترهگرۍ له نظره پلټي


د سان برناردینو په مرگوني برید کې ١۴ تنه ووژل شول او ٢١ تنه نور ټپیان شول..
د سان برناردینو په مرگوني برید کې ١۴ تنه ووژل شول او ٢١ تنه نور ټپیان شول..

د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو اداره وایي چې د هغو معلوماتو او حقایقو په بنسټ چې دوی ترلاسه کړي اوس دغه پیښه د ترهگرۍ له نظره پلټي او ارزوي.

دا په داسې حال کې دي چې دوو امریکایي منابعو د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت د سان برناردینو د ډله ییزې وژنې ښځینه برید کوونکې ٢٧ کلنې تشفین ملک په ظاهره د اسلامي دولت د ډلې مشر ته بیعت کړی و.

له بلې خوا سپینه ماڼۍ وایي د تحقیقاتو فدرالي اداره به نن د جمعې په ورځ د کالیفورنیا د سان برناردینو د مرگونې پیښې په هکله تازه معلومات وړاندې کړي.

سپینه ماڼۍ زیاتوي " د متحده ایالاتو فدرالي پولیس اف بي آی د تحقیقاتو مشري کوي، ځکه چې داسې امکان شته چې دا یو ترهگریز برید وي."

په سان برناردینو کې د فاروق او تشفین کرایي کور
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د رویترز اژانس د منابعو په وینا لیکلي دي چې د تشفین ملک نوم د ترهگرۍ اړوند د سعودي عربستان د استخباراتي ادارو په هیڅ لیست که نه و.

له بلې خوا د پاکستان استخباراتي چارواکو د تحقیقاتو د لړۍ په ترڅ کې د ملک له کورنۍ سره د هغې په پلرني ټاټوبي پاکستان کې تماس نیولی دی.

د تشفین ملک د کورنۍ یو غړی وایي "زه ددې غمیزې نه نن خبر شوم کله یو شمیر استخباراتي مامورینو د تشفین سره زما د اړیکو په هکله له ما سره تماس ونیو."

د ملک کاکا جاوید رباني په یوه مرکه کې دا هم ویلي دي چې "زه حتی ددې تصور هم نه شم کولای چې زما د کورنۍ یو څوک دې دا کار وکړي. البته چې مونږ هک پک شوي یو."

خو هغه دا هم وایي چې ورور یې یعنی د ملک پلار له ٢٥ کالو راهیسې چې د خپلې کورنۍ سره سعودي ته کډه شوی، زیات سخت دریځه شوی دی.

پاکستاني مامورینو ویلي دي چې تشفین ملک پنځه شپږ کاله مخکې بیرته پاکستان ته لاړه چې هلته د فارمسي زده کړو ته دوامورکړي.

د پیښې جریان

د سان برنارینو په مرگوني برید کې ١۴ تنه ووژل شول او ٢١ تنه نور ټپیان شول.

تشفین ملک او میړه یې سید رضوان فاروق د چارشنبې په ورځ د معلولینو پر یو مرکز باندې له برید وروسته د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.

امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې تشفین ملک چا چې له خپل میړه سید رضوان فاروق سره د چار شنبې په ورځ یو ځای په خلکو ډزې کړې وې، په خپل فیس بوک پاڼې د اسلامي دولت سره ملاتړ څرگند کړی و.

امریکايی پلټونکي لا تر اوسه هغه شواهد څیړي چې پاکستانی الاصله تفشین ملک چې په سعودي عربستان کې اوسیده او له فاروق سره یې واده کړی و، د ابوبکر بغدادي تر مشرۍ لاندې د اسلامي دولت ډلې ته بعیت کړی و، څنگه ملگرې شوې وه.

د سان برناردینو ښار د لاس انجلس د ښار په ١٠٠ کیلومیترۍ کې موقیعت لري.

XS
SM
MD
LG