د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا اچ-بم او نړیوالې اندېښنې


هایدروجن بم، چې ترمو نوکلیر بم هم ورته وایي، له اټوم بم څخه په کراتو زوره ور بم دی
هایدروجن بم، چې ترمو نوکلیر بم هم ورته وایي، له اټوم بم څخه په کراتو زوره ور بم دی

د شمالي کوریا دولتي تلویزیون وویل چې شمالي کوریا، په اتمي وسلو باندې سمبال، د یوه مسول هیواد په توگه به نه اتمی وسلی وکاروي او نه به یې هم تکنالوژي او نورې مهمې برخې نوروته انتقال کړي، تر هغې چې د متخاصمو ځواکونو له خوا ددوي پر خپلواکۍ تیروی نه وي شوی. ​

د دولتی تلویزیون ویاندې زیاته کړه چې شمالي کوریا به نه د بی وسلې کیدو په لور ځي او نه به هم د اتمی وسلو د پرمختگ هڅې بندوي. او دا کار به ترهغې کوي چې امریکا د هغه هیواد په وړاندې د هغوي په قول، د شرارت نه ډکو پالیسیو او ناسم سیاست څخه لاس نه وي اخیستی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ددې اتمي آزموینې سیمې ته نږدې د ریکتر په کچې د پنځه اعشاریه یو درجې په قوت د زلزلې رپوټ ورکړ. دا هماغه سیمه ده چې شمالي کوریا خپلی درۍ سره پخوانۍ اتمي آزموینې تر سره کړې دي.

دا د شمالي کوریا څلورمه اتمي آزموینه ده
دا د شمالي کوریا څلورمه اتمي آزموینه ده

یوه آزموینه په دوه زره شپږم کال کې وشوه ، بله یی په دوه زره نهم او دریمه یې په دوه زره دیارلسم کې وشوه.​

شمالي کوریا د همدې اقدام له امله په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخامخ شوه.

د جنوبی کوریا او جاپان مشرانو دا عمل په کلکه وغانده او پدې برسیره فرانسې او برتانیې هم ددوي په ملاتړ د پیونگ یانگ ددې اقدام غندنه وکړه.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا هم پدې تړاو عاجله غونډه رابللې ده چې نن به پدې اړه د غونډې نه وروسته د خپلو خبرو پایلې هم اعلان کړي.

د جنوبي کوریا جمهور رئیسې، پارک گوېن های پدې اړه غبرگون وښود او ویی ویل، «اوس نو زمونږ حکومت باید د شمالی کوریا د پاروونکو اعمالو په وړاندې د پریکنده تدابیرو فیصله وکړي او دنړیوالی ټولنی سره په گډ زیار سره پدې ځان ډاډه کړو چې د خپلې تازه اټومي آزموېنې تاوان وگالي.»

د جاپان صدراعظم شنزو ابې هم دا گام په کلکه وغانده او زیاته یې کړه، «د شمالی کوریا دا ځل آزموینه زمونږ امن ته یو غټ گواښ گڼل کیږی. مونږ داسې اقدامات بلکل نشو زغملای.»

دا آزموینه یوه میاشت وروسته له هغې تر سره کیږي چې ددې هیواد مشر ادعا وکړه چې هیواد یې هایدروجني بم جوړ کړی دی.
دا آزموینه یوه میاشت وروسته له هغې تر سره کیږي چې ددې هیواد مشر ادعا وکړه چې هیواد یې هایدروجني بم جوړ کړی دی.

دا آزموینه یوه میاشت وروسته له هغې تر سره کیږي چې ددې هیواد مشر ادعا وکړه چې هیواد یې هایدروجني بم جوړ کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، هوا چو ینگ، پدې اکه د اندېښنې په ترڅ کې ددې عمل شدیده غندنه وکړه. هغې وویل، «نن شمالی کوریا د نړیوالو نیوکو سره سره د هایدروجن اتمی بم وآزمایه چین دا گام غندي او په شمال شرقي آسیا کې د سولې او ثبات دپاره له اتمی وسلو څخه د یوې پاکې سیمې غږ کوي.»

د جنوبی کوریا د بهرنیو چارو وزیر یون بیانگ سي په هغه هیواد کې د امریکا د سفیر سره په همد ې اړه د خپلی اندېښنې د شریکولو دپاره وکتل.

هایدروجن بم ته ترمو نوکلیر هم وایي
هایدروجن بم ته ترمو نوکلیر هم وایي

هایدروجن بم، چې ترمو نوکلیر بم هم ورته وایي، له اټومي بم نه ډېر کراتو قوي بم دی.

په واشنگتن کې د ملی امنیت د مشاورې ویاند نید پرایس وویل چې سپبنه ماڼۍ ددې خبر تصدیق نشي کولاې، خو متحده ایالاتو په وار وار دا په ډاگه کړې چې په اتمی وسلو سمبال شمالي کوریا به ونه مني.

د شمالي کوریا اچ-بم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG