د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د راکټ توغولو ویډیو خپره کړه


د امریکا سمندري ځواکونو هغه ویډیو خپره کړه چې ښيي د امریکا د جنګي بیړۍ او د نورو هیوادونو جنګي او تجارتي بیړیو ته نږدې د ایران جنګي بیړیو څخه څو توغندي وار کیږي.

سمندري ځواکونو ویلي دي چې ویډیو د دیسمبر د میاشتې په ۲۶ نیټه د هليکوپټرې څخه اخیستل شوې ده. دغه ځواکونه وایي دا ویډیو یې "معلوماتو ته د لاسرسي د قانون پر اساس خپره کړیده. "

تر اوسه پورې ایران د ویډیو د خپریدو په اړه عکس العمل نه دی ښودلی.

مخکې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ویاند، جنرال رمضان شریف ویلي و چې ایراني ځواکونو د هرمز په تنګي کې کوم توغندی نه دې ازمویلي او د امریکا څرګندونو ته یې د "رواني جګړې" خطاب کړی و.

سره لدې چې ایران او د امریکا متحده ایالاتو د تهران د جنجالي اتومي پروګرام پر سر نړیواله موافقه شوې، خو ښایي چې د ایران دا اقدام به د دواو هیوادونو اړیکې خرابې کړي.

د امریکا سمندري ځواکونه دا ویډیو پداسې حال کې خپروي چې د سعودي عربستان او ایران دیپلوماتیکي اړیکې پرې شویدي. ریاض وروسته له هغه د تهران سره دیپلوماتیکي اړیکې وشلولې چې سعودي د یوه شعیه مذهبي مشر په شمول اوه څلویښت تنه اعدام کړل او ایرانیانو پرې سخت انتقادونه وکړل.

دغه ویډیو چې پنځه څلویښت ثانیې ده، د سي هاک هیلوکوپترې لخوا ثبت شویده او پکې ښودل کیږي چې د تیلو یو ټانکر تیریږي. کله چې ویډیو د نږدې نه وکتل شي، په کیڼې خوا کې یوه وړه کښتۍ لیدل کیږي چې سمندري ځواکونه وایي ایرانیانو د همدې کښتۍ نه راکټونه وار کړي.

د امریکا سمندري ځواکونه وایي چې د راکټونو د برید پر وخت د " یو اس اس هیري اس ټرومان" په نامه د الوتکو انتقالونکې کښتۍ، د "یو اس اس بولکیلي" جنګي کښتۍ او د فرانسې د الوتکو انتقالونکي کښتۍ موجودې وې.

XS
SM
MD
LG