د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو په وړاندې امنیتي گواښونه څه دي؟


 د امریکا د ملي استخباراتو مشر په کانگرس کې پوښتنو ته ځوابونه وویل
د امریکا د ملي استخباراتو مشر په کانگرس کې پوښتنو ته ځوابونه وویل

د امریکا د ملي استخباراتو مشر جیمز کلاپر او د دفاع د وزارت په چوکات کې د استخباراتو د ځانگړې څانگې مشر جیمز ستیوورت پرون د امریکا په کانگرس کې د وسله والو ځواکونو د پوځي خدماتو کمیټې په استعماعیه غونډه کې پدې تړاو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

هغوي زیاته کړه چې د هغو ستونزو او گواښونو مجموعه چې متحده ایالات په اوسني دور کې ورسره مخامخ دي، تر پخوا بیلا بیل ډولونه او جلا جلا بڼې لري.

هغه وویل، «شمالی کوریا د پلوتونیم د تولید ریکترونو بیا فعال کړل او په کم وخت کې به خپل هدف ته چی د اتم بم جوړول دي ځان ورسوي.»

هغه وویل چې دغه کمونستی رژیم همدارنگه د لویو وچو په کچه د بالستیک مزایلو د سیستم د پرمختگ گامونه اوچت کړي دي.

د امریکا د استخباراتو د چارو چارواکو دا ټکي دوه ورځی وروسته لدې بیانوي چې شمالی کوریا خپله څلورمه اتمي آزموینه تر سره کړه.

پیونگ یانگ اوس هم د اتمی وسلو مواد تولیدوي او اوس د تحت البحرئ څخه د بالستیک توغندیو د توغولو پر پروگرام کار کوی.

شمالی کوریا د پلوتونیم د تولید ریکترونو بیا فعال کړي
شمالی کوریا د پلوتونیم د تولید ریکترونو بیا فعال کړي

دوي د اوږد واټن هغه اتمي بالستیک توغندي جوړولو ته هم ژمن دي چې متحده ایالاتو ته د مستقیم گواښ د پېښولو وړتیا لري.

کلاپر وویل چې ایران هم لدې سره سره چې د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو سره یی د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو په بدل کې د خپل اتمی پروگرام د فسخ کولو نړیواله موافقه هم لاسلیک کړه، دیته مصمم دی چې خپل اتمی پروگرام خوندي وساتي.

د استخباراتو د ډگر دغو دوه و لوړ پوړو چارواکو دا هم وویل چې داعش اوس په یوت جدي نړیوال خطر بدل شوی دی.

داعش به په اروپا کې د خپلو بریدونو دپاره هڅو ته دوام ورکړي او دا گواښونه یې هم کړي دي چې په دوه زره شپاړسم کې به د متحده ایالاتو په خاوره کې دننه مستقیم بریدونه وکړي.

د متحده ایالاتو د ملې امنیت او اقتصآد په وړاندې بل لوي گواښ سایبری یا کمپیوټري جرایم دي چې د روسیې او چین څخه سرچینه اخلي.

کلپر وایي بل پلو بیا د روسیې اندېښنه د ناتو له اړخه ده. هغه زیاته کړه، « روسان ډیر اندېښمن پدې دي چې له ټولو خواو محاط شوي او څرگنده ده چې د متحده ایالاتو د توغندیو د دفاعی سیستم په برخه کې هم اندېښمن دي.»

هغه وویل ددې اندېښنې لوي علت دا دی چې ددوی اتمي وسله تون چې د ځواک او واکمنتیا د ادعا اصلي محور گڼل کیږي، دخنثی کیدلو له گواښ سره مخ کوي.

جمهور رئیس اوباما پرون د سه شنبې په روځ د کمپیوټري جرایمو د مخنیوی په غرض د نویو تدابیرو اعلان وکړ چې په هغو کې خلکو ته د انترنت د کارولو پر مهال داسې زده کړې هم شاملی دی چې څنگه خپل خصوصی حریم خوندی وساتي.

د امریکا د ملي استخباراتو اداره د سي آی اي په ګډون د امریکا د ۱۶ استخباراتي ادارو تر منځ د انسجام او همغږي لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG