د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخابات او د کاندیدانو راتلونکې مبارزې


اوسمهال هیلري او ټرمپ د دواړو ګوندونو مخکښه کاندیدان دي
اوسمهال هیلري او ټرمپ د دواړو ګوندونو مخکښه کاندیدان دي

د پنجشنبې په ورځ به د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست څلور جمهوري غوښتونکي کاندیدان د خپل مخکښه سیال ډانلد ټرمپ په وړاندې په مشګین ایالت کې مناظره وکړي.

ډانلد ټرمپ چې د سوپرتیوزدې په ټاکنو کې مخکې شوی، اوس هم د خپلو جمهوري غوښتونکو سیالانو نه د مخکې کیدو په هیله مبارزه کوي.

د ټرمپ پرمختگ د جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ غړي اندیښمن کړي دي او د چهارشنبې په ورځ يي، شپیته تنو د یو ګډ پریکړه لیک سره د ټرمپ په وړاندې خپل مخالفت اعلان کړ.

پدې شپیته کسیزه ډله کې د متحده ایالاتو د کورني امنیت پخوانی رئیس مایکل چرت آف، د نړیوال بانک پخوانی رئیس، د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال روبرت زویلیک او د دفاع وزارت یو پخوانی مقام داف زخیم هم پکې شامل دي. هغوئ د مسلمانانو په وړاندې د ټرمپ په لفظي چلند نیوکه کوي.

په عینې وخت کې، دری بهرنۍ ډلې، زموږاصول، د امریکا راتلونکی فنډ، او د پرمختګ کلب، په پام کې لري چې په ټرمپ د انتقادونو لپاره په میلیونونه ډالره تجارتي اعلانونه جوړ کړي.

بلخوا د دموکرات گوند مخکښه کاندیده هلري کلنتن هم پرون په نیویارک کې د خپل جمهوري غوښتونکي سیالانو په کړنو باندې انتقاد وکړ.

راتلونکې سیالۍ:

په راتلونکو دوه اونیو کې په ځنو ایالتونو کې د روان تود کمپاین ترڅنګ، کاندیدانو د رایه ورکوونکو د پام جلبولو لپاره خپل تبلیغات هم زیات کړي دي.

د مارچ په پنځلسمه به په دولسو ایالتونو او ځنو سیمو کې مقدماتي ټاکنې یا ګوندي انتخابات وشي او ددی زمینه به برابره کړي چې شاته پاتې کاندیدان هم په سیالیو کې ځانته ځای پیدا کړي، یا مخکښه کاندیدان ټرمپ او هیلري کلنټن خپل همدا مخکښتوب لا پیاوړی وساتي.

ددی راتلونکو سیالیو ځنې یو څه یي د شنبې او یکشنبې په ورځو کې پیلیږي، خو دیموکراتان بیا د پنجشنبې په ورځ په مشیګن ایالت کې یوه لویه مقدماتي رایه اچونه لري. پدې مقدماتي رایه اچولو کې د مشیګن ایالت ځکه ډیر مشهور دی چې د دیموکرات ګوند ۱۴۸ استازي لري او د جولای میاشت کې د ګوندي کنوانسیون په غونډه کې به هم ګډون کوي.

د دیموکرات ګونډ دواړه سیالان هیلري او برني سندرز به د راتلونکې یکشنبې د مشګین په فلنت ښار کې چې پدې وروستیو کې د اوبو د ککړوالي د یو ناورین مرکزي ساحه ګڼله کیږي، د ماښام په اته بجو خپله مناظره ولري.

او د جمهوري غوښتونکو لپاره به د مارچ په پنځلسمه د همدې ګوند استازي په اوهایو او فلوریډا کې په مقدماتي رایه اچولو کې ګډون وکړي. اوهایو ایالت ۶۶ او فلوریډا ۱۰۰ ګوندي استازي لري. لمړی به دا ټول استازي رایه اچونه پای ته ورسوي چې له مخې داسی ګڼل کیږي چې ګټونکی کاندید به ټولې رایي خپلوي. ټولې رایي پدې معنی چې که په نورو ایالتونو کې هم نورو استازو لږه یا ډیره رایه ورکړې اوسي، د هغوئ سره په توپیر کې جلا حسابیږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG