د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري: د ټرمپ ژبه خطرناکه ده


د دوه زره شپاړلس کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ددیموکراتانو د ګوند مخکښه کاندیده هیلري کلنټن د جمهوري غوښتونکو په مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ باندې انتقاد کړی.

هغې ویلي دي چې ټرمپ په خپل کمپاین کې "خطرناکه" ژبه استعمالوي او هغه دا چې ټرمپ خپل طرفداران راپاروي.

کلنټند امریکا د میزوري د ایالت د سن لویس په ښار کې خپلو پلویانو ته په وینا کې د ډانلډ ټرمپ خبرو ته داسې اشاره وکړله" که چیري ته د اورلګیت سره لوبې کوې،نوداسې اور به بل شي چې کنټرول به یې امکان نه وي."

جمهور رئیس براک اوباما هم په ټرمپ انتقاد کړی دی. هغه چې د ټکساس د ډالس په ښار کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې "کاندیدان باید دې ته توجه وکړي چې امریکا لا ښه کړي نه دا چې توهین وکړي او نفاق واچوي."

د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید ډانلډټرمپ وایي " په شیکاګو کې یې په خلاف لویه مظاهره یو پلان شوی کار و". هغه چې په اوهایو کې خبرې کولې وویل چې د "دیموکرات ګوند کاندید برني سنډرس دې خپلو خلګو ته ووایي چې د ټرمپ ضد فعالیتونه بند کړي"

خو سنډرس وايي چې د هغه طرفدارانو دا کار نه دی کړی او د ټرمپ سیالو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو پرون وویل چې مظاهره د ټرمپ د کمپاین د خبرو پخاطر شوې ده.

په امریکا کې به مقدماتي انتخابات روان وي او د سه شنبې په ورځ به جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان د خپلو کاندیدانو د ټاکلو لپاره د فلوریډا او اوهایو په شمول په پنځو ایالتونو کې رایې واچوي.

XS
SM
MD
LG