د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جنګ دی


نښته په ځايي وخت د شپې په نهه بجې پیل شوې ده
نښته په ځايي وخت د شپې په نهه بجې پیل شوې ده

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په تورخم کې افغان او پاکستاني سرحدي قواوو تر منځ جنګ نښتی دی.

جګړه د یکشنبې په ماسختن په ځایي وخت نهه بجې وروسته له هغې نښتې چې، د افغان چارواکو په وینا پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم کې دروازه ولګوي خو افغان سرحدي قواوو اجازه ورکړې نه ده.

په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو قوماندان ولي خان شینواري امریکا غږ ته د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ جګړه تاید کړې خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

نوموړی وايي ویل چې د شپې تر ۱۱بجو پورې هم ډزې روانې وې.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې په جګړه کې دوه افغان سرحدي پولیس ټپیان شوي او پاکستانۍ غاړې ته هم مرګ ژو بله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه دی مالوم.

د تورخم سیمې یو اوسېدونکی وایي چې پاکستاني ځواکونه د درنو توپونو ‌‌‌‌‌‌ډزې کوي او سخته جګړه ده.

د دغې پېښې نور جزییات وروسته خپریږي

XS
SM
MD
LG