د لاس رسي وړ اتصالات

بروکسل کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو ژمنې وشوې


د بروکسل په غونډه کې د نړۍ د شاوخوا ۷۰ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه او له افغانستان سره یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د میلیاردونو ډالرو او دوامداره مرستو ژمنې وکړې.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر وايي وايي چې نړیوالې ټولنې له افغانستان د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو ژمنې وکړې. د دغې ټولنې په رسمي ټویټر کې لیکل شوې، چې دا مرستې به د څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره کیږي.

د اروپايي ټولنې مشر فدریدکا مګیراني اعلان وکړ چې د غه ټولنه له افغانستان سره د کال ۱.۲ میلیارده ایرو مرسته کوي، هغه هیله وښوده چې نورې ټولنې او نور هېوادونه دې هم له افغانستان سره ورته مرستې وکړې.

په دغه برخه کې جرمني د ۱.۷ میلیاردو، هند او برتانیا د یو- یو میلیارد، پاکستان د ۵۰۰ میلیونو، جاپان د ۹۰۰ میلیونو، ترکیه د ۶۰۰ سوه ملییونو، سعودي د ۱۰۰ میلیونو او ناروې د ۸۷ میلیونه ډالرو د مرستو ژمنې وکړې.

نژدې ټولو هېوادونو د خپلو مرستو لپاره په افغانستان کې د ادارې فساد ضد کلکه مبارزه شرط اېښی دی. همدغه راز جرمني د افغان کډوالو بېرته ستنول او ناروې بیا د سیاسي او انتخاباتي اصلاحات د خپلو مرستو لپاره مهم شرطونه ګڼلي دي.

دغه مرستې به تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان ته ورکول کیږي، چې د بیا رغونې او نور چارو کې به لګول کیږي. په همدې حال کې په غونډه کې پر طالبانو یو وارې بیا غږ وشو چې جنګ پرېږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري او ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون په ګډون د شاوخوا ۷۰ هېوادنو له استازو سره ولیدل اوخبرې یې ورسره وکړي.

اخوا، په غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وشوې او ښاغلي مګیراني وویل چې اروپايي ټولنه به په دغه برخه کې هم همکاري او مرسته وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر طالبانو غږ وکړ چې د حزب اسلامي لاره تقیب کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي. ولسمشر غني بیا د فساد پر ضد د اقداماتو تازه ژمنې کړي دي.

د اروپایی ټولنې د بهرني سیاست مشرې وویل "نن موږ خپله دا ژمنه چې د افغانانو ترڅنگ به په متحده توگه ودریږو بیا تازه کوو. ټوله نړیواله ټولنه او د سیمې مهم هیوادونه په افغانستان کې د باثبات بدلون او د هغو ډلو د ځپلو لپاره چې د پرمختگ او روغې جوړې سره مخالف دي، په متحده توگه دریږي. دا یو آسان بهیر ندی، خو زموږ ټولو لپاره حیاتي مسئله ده او موږ ټول اړتیا لرو چې د افغانستان لپاره پر یوې نوي معاملې ژمنه وکړو."

د نړیوالې ټولنې دا ژمنه د افغان جمهور رئیس اشرف غني لخوا وستایل شوه. هغه وویل"د آزادۍ دښمنان پر ورځني خبرونو اغیز اچولی شي، خو زموږ د عزم پروړاندې خڼډ نشي جوړولی، د یو قوي دولت، اقتصادي بازار او ټولنیزو بڼسټونو د جوړولو څخه چې د یو آزاد ولس او یو خپلواک هیواد اړتیا ده، زموږ عزم او پام نشی اړولی دی."

په غوڼډه کې د اقتصادي پرمختگ لپاره د سولې پر اهمیت هم ټینگار وشو. د اروپایي شورا رئیس دونالد تسک وویل "اقتصادي مرسته ډیر ښه کار دی، خو تر هغې مهم کار د هغو کسانو څخه ملاتړ او مرسته کول دي چې د سولې لپاره هڅې کوي. د تاوتریخوالي د فضا ختمیدل به د سیمې د هر یو هیواد په گته وي.په همدې خاطر زه له ټولو هیوادونو څخه غواړم چې د یو با ثباته افغانستان د گټې لپاره مسؤلانه چلند وکړي."

د بروګسل کنفرانس له ترکیې وروسته د افغانستان د مرستو لپاره تر ټولو ستره او لویه غونډه بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. لومړۍ ماستري یې په ۲۰۱۳ کال کې (له لېرې واټن- Distance Learning) د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG