د لاس رسي وړ اتصالات

کارتر: پیشمرگه جنگیالي به د داعش پروړاندې بریالي شي


د امریکا دفاع وزیر د موصل په جگړه کې د کردي پیشمرگه ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه
د امریکا دفاع وزیر د موصل په جگړه کې د کردي پیشمرگه ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه

ښاغلی کارتر چې په یوناڅاپي سفر عراق ته ورغلی، د موصل په جگړه کې د کردي پیشمرگه ځواکونو د هڅو ستاینه کړی.

امریکایي پوځي چارواکي وایي چې پدې جگړه کې تراوسه پورې څه د پاسه دوه زره داعش جنگیالي وژل شوي دي.

په عراق کې د اسلامی دولت نومې ډلې یا داعش د له منځه وړلو دا هڅې دوه میاشتې وړاندې دلته په موصل اکې پیل شوې او د پرمختگ په حال کې دي...په تازه لاسته راوړنو کې د عراق حکومت پلوي ملیشو موصل ته نږدې د اشور دا تاریخي ښار نیولی دی.

د موصل په جگړه کې د عراقي ځواکونو په گډون چې د داعش پروړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف هوایي ملاتړ هم له ځانه سره لري، شیعه ملیشې او کردی پیشمرگه جنگیالي هم مل دي.

د متحده ایالتونو د دفاع وزیر اشټن کارتر په اربیل کې د پیشمرگه جنگیالیو د هڅو د ستاینې ترڅنگ، ډاډ ورکړ چې داعش ډله به هرو مرو په دې جگړه کې ماته شي.

هغه پدې اړه وویل چې، « هماغه رقم چې پیشمرگه جنگیالي په میړانه مشهوره دي، دې ځواکونو خپله زړورتیا او مهارتونه وښودل، او په یقین سره چې د داعش پروړاندې به په موصل کې بریالي شي.»

په عراق کې موصل د داعش ډلې مرکز گڼل کیږي. د امریکا پوځي چارواکو د پوځي عملیاتو په پیل کې ویلي وو چې د دې ښار بیرته نیول کیدایشې ډیر وخت ته اړتیا ولري. که څه هم ښاغلي کارتر د موصل عملیات گران وبلل خو زیاته یې کړه چې دا جگړه له پلان سره سمه روانه ده.

هغه زیاته کړه، « دا یوه اسانه جگړه نه ده او اسانه به نه وي، خو ما له صدراعظم عبادي سره پر دې خبرې وکړې او دواړه پر دې مؤافق وو چې دا جگړه د پلان سره سمه روانه ده. په ورته وخت کې چې د موصل جگړه دلته په عراق کې پر مخ روانه ده، سوریه کې بیا له رقې څخه د داعش ډلې د ایستلو د هڅو نوي پړاو ته ورداخلیږو.»

په عراق کې امریکایي جگپوړی قوماندان ډگرجنرال سټیفن ټاونسنډ وایي چې د جگړې له پیل راهیسې څه دپاسه دوه زره داعش جنگیالي وژل شوي دي خو زیاتوي چې لااوس هم په زرگونه نور پاتې دي.

په عراق کې د امریکایي ځواکونو قوماندان، ډگرجنرال سټیفن ټاون سنډ، پدې تړاو داسې غبرگون وښود، «"فکر کوم چې له درۍ زرو څخه تر پنځه زره پورې شمیر دقیق دی. په پیل کې موږ د کم تر کمه درۍ نیم زرو او زیات تر زیاته شپږزرو داعش جنگیالیو د شتون فکر کړی و. »

موصل د عراق دوهم ترټولو ستر ښار دی. داعش ډله څه د پاسه دوه کاله پر دې ښار واکمنه وه. عراقي ځواکونو د موصل د بیرته نیولو عملیات دوه میاشتې وړاندې پیل کړل. د عراق د حاکمیت د بیرته اعاده کولو لپاره، د دې ښار نیول، د عراقي ځواکونو لپاره ترټولو لوی آزمون دی.

XS
SM
MD
LG