د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په سپينې ماڼۍ کې نوې ټکنالوژي نصب کړه، خو ټرمپ یي خطرناکه ګڼي


بارک اوباما امر کړې چې د خپل ځای ناستي لپاره په سپینې ماڼۍ کې نوي کمپیوترونه او هوښیار تلیفونونه نصب شي
بارک اوباما امر کړې چې د خپل ځای ناستي لپاره په سپینې ماڼۍ کې نوي کمپیوترونه او هوښیار تلیفونونه نصب شي

د بارک اوباما د دندې ختمیدو ته محدودې ورځې پاتې دي، خو امر يي کړې چې د خپل ځای ناستي لپاره د سپینې ماڼۍ زړه ټکنالوژي بدله او پرځای يي نوي کمپیوترونه او هوښیار تلیفونونه نصب شي. نوي کمپیوترونه واخستل شوو او چټک انټرنټ فعاله شو. دا د پرمختیا په پلانونو کې نه و شامل، بلکې راتلونکي ځای ناستي ته يي یو ډول پیغام رسول دي.

خو د تلونکي جمهور رئیس د لیږد دا میتود کیدی شي د ډانلدټرمب په وخت کې بیرته ژوندی شي. سره لدې چې ټرمپ د تویتر نه زیات کار اخلي، داسی ښکاري چې منتخب جمهور رئیس ډیره اتکا په زړې ټکنالوژي کوي ترڅو حساس ایمیلونه او مسیجونه خوندي شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ (دسمبر۳۱ -۲۰۱۶) رسنیو ته دیموکراتانو په انتخاباتي غوڼډه کې د روسیې د انټرنټي لاس وهنې اړوند یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې "که تاسو یو ډیر مهم څه ولرئ نو ویې لیکئ او په پخوانۍ طریقه يي ولیږئ، او دا کار ځکه وکړئ چې هیڅ کمپیوټر نن سبا خوندي ندی."

ټرمپ پخپله نه ایمیل کوي او نه په انټرنټ کې فعاله دی. هغه ډیر پخوا دا خبره کړې وه چې کمپیوټرونو ژوند ډير زیات پیچلې کړې دی.

ټرمپ خپل اکثره مهم پیغامونه په تویتر لیکلي
ټرمپ خپل اکثره مهم پیغامونه په تویتر لیکلي

په ټکنالوژۍ د ټرمپ دا بی باوري د هغه جمهور رئیس سره يي یو ډول اختلاف څرګندوي چې د جنوري په شلمه يي پرځای لوړه کوي او رسمي دنده پیلوي. بارک أوباما چې په ځوان عمر، اوه څلویښت کلنۍ کې جمهور رئیس شو، نو د ځان سره یي پرمختللی "بلک بیري" مبایل درلود او د یو محدود شمیر دوستانو او همکارانو سره يي ایمیلونه تبادله کول. ترڅنګ يي په یو وړوکي "آی پیډ" کې امنیتي راپورونه هم ترلاسه کول. اوباما د ټکنالوژۍ د نوښتونو ځنی کلنۍ نندارې ولمانځلې چې له وجهې یي په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د آمریت شعبه ایجاد شوه او ټکنالوژي یي د عامو خلکو سره د یوې موثرې رابطې په برخه کې د فدرال حکومت یوه اساسي او دوامداره طریقه وبلله.

خو ٧٠ کلن ډانلدټرمپ ډیر کم وخت کمپیوتر کاروي او ځنی وخت په ورځپاڼو او مجلو نظر اچوي او د خبرونو لپاره ځنې مقالې لولي. هغه د کمپاین په وخت کې د کاندیدانو پر هغو تبصرو هم انتقادونه کول چې په ډیټاګانو او ټکنالوژۍ به يي اتکا کوله او کوشش يي کاوه چې هماغه ساعت په حقیقي ډول د خلکو د عکس العمل په بنیاد خپل تصمیم ونیسي. اوس چې د ټرمپ د تویتر کارول ډیر مشهور دي، هغه د خپلو ځنو پیغامونو بیا یادونه کوي او اصلي لیکل يي خپلو همکارانو ته سپاري.

اوباما په ۲۰۰۹ کال کې په یو تیلسکوپ د شمالي کوریا د توغندیو ازموینه ارزوله
اوباما په ۲۰۰۹ کال کې په یو تیلسکوپ د شمالي کوریا د توغندیو ازموینه ارزوله

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو راتلونکی رئیس شئن سپایسر وایي هغه پدې هیله دی چې ټرمپ د جمهور رئیس په توګه خپل د تویتر او نور ټولنیز اکاونټونه فعال وساتي. سپایسر وایي دا د امریکایانو سره د مکالمې ډیره ښه لاره ده.

سره ددی چې ټرمب په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د ورځني استعمال د بدلیدو کومه ځانګړې یادونه نده کړې، خو د جمهور رئیس اوباما حکومت وایي دا به ډيره ګرانه وي چې د ټکنالوژۍ هغه ثابته نتیجه رد کړل شي لکه د سیپتمبر د یوولسمې د اصلي طراح اسامه بن لادن په تعقیب، موندنه، معلوماتو غوڼډلو او بلاخره په وژنه کې یي وکارول شوه.

XS
SM
MD
LG