د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قومندان له ټرمپ نه غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي


ښاغلي نیکولسن له امریکا غږ اشنا سره په ځانګړې مرکې کې ایران هم د طالبانو سره په مرستې تورن کړ
ښاغلي نیکولسن له امریکا غږ اشنا سره په ځانګړې مرکې کې ایران هم د طالبانو سره په مرستې تورن کړ

په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن وايي ښايي د هغه په غوښتنه ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات کړي.

ښاغلي نیکلسن ټېنګار وکړ چې باید پاکستان د ټولو ترهګرو پر ضد یو ډول اقدام وکړي او زیاته یې کړه چې د ټرمپ له نوې ادارې سره به په دې اړه خبرې هم کوي.

نوموړي د امریکا غږ اشنا له خبریال، احمد سیر ضیا، سره په ځانګړې مرکې کې همدغه راز وویل چې روسیه له طالبانو سره مرسته کوي او هڅه یې دا ده چې هغوی ته مشروعیت ورکړي. هغه ایران هم د وسله والو طالبانو سره په مرستې تورن کړ.

خو افغان ځواکونه یې وستایل چې په خبره یې په ۲۰۱۶ کال کې له سختو ازمینو سره مخامخ شو خو بریالي ترې راووتل. هغه وايي چې افغانستان ته به نوي احتمالي تلوونکي عسکر یوازې افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.

د ناټو د قاطع ماموریت د قومندان پوره مرکه دلته وګورئ.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندان سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:17:00 0:00

XS
SM
MD
LG