د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې سلګونه مهاجر نیول شوي

Un manifestante sostiene un cartel durante una manifestación de protesta por la huelga climática del 'Viernes para el Movimiento Futuro' en Leipzig, Alemania, el viernes 29 de noviembre de 2019. Ciudades de todo el mundo tienen huelgas y manifestaciones por el clima durante este Día de Acción Climática.

لږترلږه په شپږو ایالتونو اود اتلانتا،شیکاگو، نیویارک اولاس انجلس په گډون ښارونوکې دغه چاپي اچول شویدي چې څه باندي (١٦٠) تنه پکې نیول شویدي.

د سپینې ماڼي د پالیسي لوړرتبه مشاور (سټیفن میلر) پدي هفته کې د امریکا تلویزوني شبکي (ABC) ته وویل،دغه اقدام د لنډغروډلودغړو،د مخدره موادو دکاروباریانواود جنسي تیري کونکو په خلاف شویدی . سټیفن میلر خپلي خبري ته دوام ورکوي او وایې،

«موږ به دامریکا قوانین تعقیبوواوددغو قوانینود تعقیب په نظرکې نیولوسره موږ به دهغو کسانوشړلوته داولیت حق ورکړوچې پدي هیواد کې جنايي سابقه ولري او که موږ (١٠)تنه خارجي مجرمین اوباسواو موږ به ددي په نتیجه کې دیویا دوه یا درو یا څلورو امریکایانو ژوند ژغورلی وي نو په هغه صورت کې به دا یو پرتمین کار وي.»

د مهاجرو د چارو چارواکي وايي، دغه حملې دهغه فرمان پورې اړه نلری چې جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ تیره میاشت لاس لیک کړی و. په دغه فرمان کې راغلي دي چې هغه (١١) میلونه مهاجر دې وځپل شي چې په امریکا کې په غیر قانوني توگه اوسیږي.

ټرمپ د یکشنبي په ورځ په ټیوټرکې لیکلي وچې ددغو کسانو ایستل مازي ددي لپاره دی چې زما د انتخاباتي مبارزې په وخت کې وعدي پرځای کړی شي.

XS
SM
MD
LG