د لاس رسي وړ اتصالات

په هنګري کې د کډوالو د توقیف په اړه د ملگرو ملتونو اندیښنه


د سربستان سره په سرحد کې هنګري پولیس ګزمه کوي
د سربستان سره په سرحد کې هنګري پولیس ګزمه کوي

د هنگري پارلمان د سه شنبې (مارچ ـ ۷مې) په ورځ یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې به یې په هغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو په شمول ټول پناه غوښتونکي توقیف کړي، خو په عین وخت کې به د هغوئ د پناه غوښتنې پروسه هم پرمخ بیايي او هرغیرقانوني کډوال به بیرته هغه هیواد ته ستنوي چې تری راغلی وي.

هنگري یوه درې زره کسیزه نوې امنیتي قطعه استخدام کړې چې په سرحد کې غیرقانوني کډوال وڅاري او وی نیسي.

د هنگري صدراعظم وکټور اوربن وايی په کډوالو کې ترهگر په پټه راځي او هیواد یې له خطر سره مخامخوي. د صدراعظم وکټور په باور"داخلک ددې لپاره نه راځي چی زموږ د کلتور پر بنسټ او رواجونو له موږ سره ژوند وکړي. هغوئ په خپلو معیارونو ژوند کوي."

د بشري حقونو ډلې وايی پدې ډول ادعاو د ترهگرۍ او کډوالۍ ترمنځ د اړیکو پیدا کول نادرسته خبره ده. د بخښنې د نړیوال سازمان یو مقام ټیډور ګرډاس وویل"دا هماغه ستونزه ده چې کډوال او پناه غوښتونکي ترینه تښتي او هماغه تشدد او نا امني ده."

دهنگری د قانون له مخې به پناه غوښتونکي توقیف شي او بیا به په کمپونو کې د خپلو غوښتنلیکونو نتایجو ته انتظار باسي.

ملگري ملتونه وايی ددی معنی داده چی ټول پناه غوښتونکي به د ماشومانو په شمول په داسی کانټینرونو کې واچول شي چې د اغزن مزو کټارې به ترینه چاپیرې اوسي.

پردی سربیره به پولیس اجازه ولري چی کډوال په هرځای کې ونیسي، همالته ېې توقیف کړي او سمدلاسه ېې بیرته له سرحد نه وباسي. تردې مخکې دا قانون په هغو کډوالو تطبیق کیدو چی سرحد ته نیژدې به نیول شوي وو.

یو پاکستاني مهاجر حامد خان وویل "هرچیرته ستونزې دي، ځکه موږ بې کوره یو. زما ملگري ماته د هنگري په سرحد کې وویل چی موږ وهي او سپی راپسې خوشی کوي، ځکه زه نه تښتم."

ګڼ شمیر اروپایان په اروپا کې د اسلام د خپریدو ویره څرګندوي
ګڼ شمیر اروپایان په اروپا کې د اسلام د خپریدو ویره څرګندوي

خو د هنگري صدراعظم وایي پدې مهاجرینو کې اکثره ېې مسلمانان دي چې د اروپا عیسویان يي خپل فرهنګ ته یو خطر بولي. خو یو د فیاض خان په نوم یو افغان کډوال بیا وایي چې اروپا ته ددی لپاره ځي چی هلته ژوند وکړي، ځکه په افغانستان کې ډېرې ستونزې دي. د فیاض خان په وینا په افغانستان کې خلک د داعش او طالبانو له خوا برمته کولو او نورو ستونزو سره مخامخ دي.

په هنگري کې د بخښنې د نړیوال سازمان رئیسه جولیا ایوان وايی د هنگري د پارلمان دا قانون د تاسف وړدی، هغوئ داروپايی اتحاد او د خپلو نړۍ والو مسوولیتونو څخه سرغړونه کوي.

د میرمن جولیان په وینا دا کار به دا خلک نورهم له کړاونو سره مخامخ کړي. کورنۍ او واړه ماشومان به په خپله خوښه توقیفوي. د بشري حقونو له نظره دا په څرگنده د د پریشانۍ خبره ده.

خو د هنگري چارواکي وايی چی دوی یوازې د اروپايی اتحاد د سرحدونو ساتنه کوي او پدې کار کې یي ولس ملګردی.

XS
SM
MD
LG