د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ حکومت د خپلې ادعا لپاره د کانګرس نه نور مهلت غواړي


ټرمپ ویلي اوباما د هغه غږ ثبت کړی او کوښښ کوي ثبوت يي کړي
ټرمپ ویلي اوباما د هغه غږ ثبت کړی او کوښښ کوي ثبوت يي کړي

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت پدې خبره تر سخت فشار لاندې دی چې وایي پخواني جمهور رئیس بارک اوباما د تیرکال ټاکنو په جریان کې په نیویارک کې د ټرمپ ټاور ودانۍ کې په پټه د غږ ثبتولو کوشش کړې دی.

د عدلیې وزارت د کانګرس د استازو جرګې د استخباراتو د کمیټې نه غوښتنه کړې چې د دوشنبې وروستي مهلت پوره کیدو وروسته هم ورته وخت ورکړي چې پدې اړه نور معلومات غوڼډ کړي او د ټرمپ ددی ادعا لپاره شواهد وښيي.

ادعا ډیره لویه وه، ځکه د امریکا جمهور رئیس ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل چې:

" ډیر بد! اوس خبر شوم چې زما تر بري لږ مخکې اوباما په ټرمپ ټاور کې زما غږ ثبت کړې، او هیڅ يي ترلاسه نه کړل."

د ټرمپ ددی ادعا په اړه پلټنې پیلې شوي دي
د ټرمپ ددی ادعا په اړه پلټنې پیلې شوي دي

اوس څه باندې اونۍ وروسته، د ټرمپ حکومت باید پدې اړه شواهد وښيي چې د هغه ځای ناستي په څه ډول د ټرمپ کور او دفترونه تر څار لاندې نیولي وو.

د پخواني جمهور رئیس بارک أوباما د ملي امنیت رئیس وایي داسی هیڅ کوم کار ندی شوی چې ټرمپ یي ادعا کوي. جیمز کلپر وویل د کمپاین په ورځو کې اصلآ داسی هیڅ کوم کار د ملي امنیت ادارې لخوا ندی شوی چې په ټرمپ ټاور کې د چا غږ ثبت کړل شي.

په نیویارک کې د ټرمپ ټاور مخه
په نیویارک کې د ټرمپ ټاور مخه

خو د ټرمپ د حکومت مقامات بی له شواهدو دا ډول ادعا ته دوام ورکوي.

د سپینې ماڼۍ یوې جګپوړې سلاکارې کیلي ان کانوې وویل شواهد نلري، خو په همدې خاطر په کانګرس کې تحقیقات روان دي.

د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۳مه) چې جمهور رئیس ټرمپ د ډيرو مسایلو په اړه خبرې وکړې، د حکومت مهمو غړو د خپلو ادعاو دفاع کوله او ترڅنګ به يي ویل چې ویدیویي څارنې کیدی شي په ثبت کې ونه شمیرل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل فکر نه کوي که جمهور رئیس أوباما به شخصآ د جمهور رئیس ټرمپ تیلیفوني خبرې ثبت کړې اوسي، خو په ډاډه زړه يي وویل چې پدې کې شک نشته چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د أوباما حکومت به د ویدیوېې څارنو او دیته ورته کوششونه نه وي کړي.

د ټرمپ دا ادعا د کانګرس د استازو په جرګه کې د استخباراتو د کمیټې د هغه تحقیق برخه کیږي چې په ۲۰۱۶ کال انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه يي کوي او راتلونکې دوشنبې پیلیږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG