د لاس رسي وړ اتصالات

سختې واورې په امریکا کې د ملیونونو خلکو ژوند بی نظمه کړ


یو سړی د نیویارک په ټایمزڅلورلارې کې سرک پاکوي
یو سړی د نیویارک په ټایمزڅلورلارې کې سرک پاکوي

د ژمي په وروستیو ورځو کې دا د وارو، تیز باد او سړې هوا توفان د "ستیلا " په نوم یاد شوی او د سه شنبې (مارچ ۱۴) یي د امریکا په شمال ختیځو سیمو کې د شاوخوا پنځوس ملیونه خلکو ژوند اغیزمن کړ.

واوره تر شپیته سانتي مترو وریدلې، د باد سرعت په ساعت کې سل کیلومتره دی او تراوسه يي د واشنګټن ډي.سي او فیلیدلفیا د ښار نه نیولې تر شمالي ایالت مئن پورې د ترافیکو پرمخ لارې ستونزمنې کړي او په ډیرو ساحو کې لړه خوره او څه نه لیدل کیږي.

د لسو نه په ډيرو ښارونو کې ښوونځي تړل شوي اعلان شوي
د لسو نه په ډيرو ښارونو کې ښوونځي تړل شوي اعلان شوي

په زرګونو پروازونه هم ځڼډول شوي دي. په ډیرو ایالتونو کې ښوونځي تړلي پاتې شوي دي. د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل غوښتل د سه شنبې په ورځ په واشنګټن ډي.سي کې د جمهور رئیس ټرمپ سره وګوري، خو د سخت توفان له امله يي پرواز وځڼډیدو او لیدنه به د جمعې (مارچ ۱۷) وکړي.

دا وروستی اورښت دومره ناڅاپي راغی چې تراوسه د امریکا په شمال ختیځو سیمو کې ژمې ډير تود تیریدیو کې و او حتی په ډيرو سیمو کې يي وچکالي راوړې وه. د هوا پیژندنې یو ماموری برائن اډوارډز وایي دا توفان به کیدی شي وچکالۍ ځپلو ساحو ته ګټه ورسوي.

په ۲۰۱۴ نومبر کې هم پدې سیمو کې ډیره واوره شوې وه
په ۲۰۱۴ نومبر کې هم پدې سیمو کې ډیره واوره شوې وه

ددی توفان له امله په ډيرو سیمو کې د خلکو ژوند ټکنې شوې دی، خو ډير زیات يي د نیویارک ایالت په سرکونو د خلکو ژوند ځپلې او ستونزمن کړې دی. د سه شنبې په سهار د محلي ښاروالۍ کارکوونکو په ډير زحمت سره کوشش کاوه چې د ګڼې ګوڼې پیلیدو مخکې کنګل شوي سرکونه پاک کړي.

د امریکا د هوا پیژندنې ادارې په پنسلوانیه ایالت ځنو ناحیو، د نیوجرسي، نیویارک، کنیکټیکټ، روډایلنډ، مسچوستس، نیوهامپشیر، مئن او ورمانټ ښارونو د سه شنبې ورځې لپاره هم د توفاني واورې وریدو خبردارې ورکړې دی.

د نیویارک د ښار شاوخوا ساحو کې د ۱۲ نه تر ۱۸ انچه پورې د واورې وریدو امکان ښودل شوې دی او د باد سرعت به په ساعت کې ۸۸ کیلومتره اوسي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG